په دوه ولایتونو کې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وایي له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې ځواکونو په ۲ ولایتونو کې ۱۱ وسله وال وژلي او ۲ نور یې ټپيان کړي.
د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي پرخپلې ټویټرپاڼې لیکلي،چې د دغو وسله والو د وژل کیدو ترڅنګ د دوی ۳۰ ماینونه هم افغان ملي پوځ نیولي او شنډ کړي.
سرچینې همدا شان لیکلي،چې د ماین د یوې چاودنې له امله یو افغان ملي سرتیری هم شهید شوی.
هغه د دغې چاودنې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.