نواز شریف: د یمن د کړکیچ د هواري لپاره به دیپلوماټیکو هڅو ته زور ورکړي
د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي، د یمن د کړکیچ د هواري لپاره به دیپلوماټیکو هڅو ته زور ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د خلیج هېوادونو پرپاکستان له دې کبله انتقادونه وکړل چې په یمن کې یې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره له پوځې مرستې ډه ډه وکړه.
پرون ( دوشنبه) د پاکستان صدراعظم په یوه وینا کې وويل:
″پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د سعودي عربستان سره په مشوره ډیپلوماټیکې هڅې تیزې کړي.″
د پاکستان پارلمان تیره اونۍ د ریاض هغه غوښتنه رد کړه چې له پاکستانه یې په یمن کې د پوځي وسایلو او سرتیرو په برخه کې کړې وه او په نورو ډیپلوماټیکو هڅو یې ټینګار وکړ.
نوازشریف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په یمن کې د سولې د ټینګښت په برخه کې به واک ته د ولسمشر عبدالربه منصورهادي بیرته ستنیدل مهم ګام وي.
نوموړي همدا رنګه پر ایران غږ وکړچې له خپل نفوذه په استفادې د یمن حوثي وسله وال د خبرو اترو میز ته کینوي.