د اشرف غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ د دفاع وزارت په اړه اختلاف حل شوي دي
افغان حکومت وايي د ولسمشر او اجرايي ریس ترمنځ د دفاع وزارت څوکۍ ته د یوشخص د نوموولو پرسر د نظر اختلاف حل شوی او د دفاع نوی کاندید وزیربه ډیر ژر ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.
د ارګ ویاند اجمل عبید عابدي وویل، د ګډ کار پرمهال دا ډول د نظر اختلاف عادي مساله ده.
نوموړی ټینګار وکړ چې په دې اړه اوس د دواړو لورو په نظرونو کې توپیرله منځه تللی او ډیر ژربه د دفاع وزارت د څوکۍ لپاره نوی شخص ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.
ښاغلي عابدي یو وار بیا ټینګار وکړچې د ولسمشرلپاره په پریکړو کې اجماع او ملي ګټې مهمې دي.
تردې مخکې راپورونه خپاره شوې وو چې د ولسمشر او اجرایوي ریس ترمنځ د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز پرڅوکیو د اشخاصو په ټاکلو اختلاف موجود دی.