د ولسي جرگي د کورني امنيت او دفاعي جرگه گی سبا، يعني د سه شنبه په ورځ امينتي مسئولين د استازو پوښتنو ځواب ويلو په موخه ور غواړي. دا پريکړه نن د ولسي جرگي په ډاگيزه غونډه کي وشوه او غړيو يي، د ورځي په تيريدو سره د ناامنۍ په هکله انديښنه څرگنده کړه. د ولسي جرگي ريس وويل: پر کليدي څوکيو د ولسمشر او اجرايي ريس ترمنځ ا ختلافات جدي دي چي له امله يي په هيواد کي د ناامنيو لمن هم پراخه شوې ده.

د تیرې جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په جرم ولسوالی کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه. ولسي جرګې نن پر دولت د نیوکې ترڅنګ وویل: په دې سیمو کې امینتي پوستې پلورل شوې، چې په لړ کې یي د ملي اردو پنځه ویشت سرتیري وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي. دوی ویلي دا پوستنې پلورل شوې او د ملي ا ردو سرتیرو د شاتګ لپاره حتی د موټرو تیل هم نه درلودل.

ددې ریپوټونو سره امنيتي چارواکي وایي، په دې نښتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دا استازي وایی امینتي چارواکي باید ولسي جرګې ته په راتګ سره د خلکو استازو ته ځواب ووایي. له دې سره یو شمیر استازو د ولسي جرګې پر بیغورۍ هم نیوکه وکړه.

د ولسي جرګې په ننۍ غوڼده کې پریکړه وشوه چې سبا یعني د سه شنبه په ورځ به امینتي مسولین د امنیتي او دفاعي جرګه ګیو ته په راتګ سره په دې هکله ځواب ووایي.

د ناامنیو ډیرښت او د حکومتي چارواکیو بې کفایتي د ولسي جرګې ورځینې موضع ده او ولسي جرګه ووایي د ولسمشر او اجرایي ریس ترمنځ ا ختلافات د هیواد امنیتي ځواکونو او دفاعي سیستم د کمزورتیا لامل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *