بنګله دېش د جماعت اسلامي مشر لارښود اعدام کړ

بنګله دېش د جماعت اسلامي مشر لارښود اعدام کړ

د بنګله دېش حکومت د ۱۹۷۱ز کال د ازادۍ په جګړه کې د پاکستان په پلوۍ د جماعت اسلامي يو مشر لارښود قمرالزمان اعدام کړ.

د بنګله دېش يوې ځانګړې محکمې ۲۰۱۳ز کال مې مياشت کې قمرالزمان په مرګ محکوم کړی و او تیره شپه يې پلازمینه ډاکه کې اعدام کړ.

پر ۶۲ کلن قمرالزمان تور و، چې د ۱۹۷۱ ازادۍ جګړه کې يې د پاکستان په ملاتړ ۱۲۰ بزګران وژلي او له همدې امله نوموړی په مرګ محکوم شوی و.

تېره اونۍ د قمرالزمان مدافع وکيل لوی څارنوال ته د نوموړي د بښنې لپاره عريضه کړې وه، مګر لوی څارنوال يې دا غوښتنه رد کړې وه.

قمرالزمان د بنګله دېش جماعت اسلامي مرستيال منشي و او له دې وړاندې هم د عبدالقادر ملا په ګډون د جماعت اسلامي څو مشران د جنګي جرمونو په تور اعدام شوي دي.

تېره شپه له اعدامه څو ساعته وړاندې د قمر الزمان ښځې، لوڼو او د کورنۍ ۲۱ غړو نوموړي سره خپل وروستی ديدن وکړ او د اعدام پر مهال د پلازمېنې ډاکه په ګډون ګرد هېواد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

د بنګله دېش د صدر اعظمې شیخ حسينه واجد په امر د بنګله دېش د جنايي جرمونو محکمې۲۰۱۰ز کال راهيسې د ازادۍ جګړې پر مهال د جنګي جرمونو څېړنې پيل کړي او تر اوسه يې ديارلس کسان په مرګ محکوم کړي، چې ډېری يې د جماعت اسلامي غړي دي او هغه مهال جماعت اسلامي له پاکستانه د ازادۍ مخالف و.

د جماعت اسلامي غړي او د اعدام ضد بشري ټولنې وايي، چې د بنګله دېش حکومت له خپلو مخالفينو سياسي غچ اخلي او دا کار يې د بشريت ضد او نړيوالو قوانينو خلاف بللی دی.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن بنګله دېش کې د خپلو همفکره خلکو د اعدام په اړه پر پاکستاني حکومت هم نيوکې کړې او وايي، چې پاکستان بايد د ۱۹۷۱ز کال د جګړې پر مهال د ذوالفقار علي بوټو او د بنګله دېش صدر اعظم شيخ مجيب الرحمن تر منځ شوی تړون بنګله دېش او نړۍ ته وښيي، چې له جګړې وروسته به دواړو هيوادونو کې هيڅ څوک هم جنګي مجرم نه ګڼل کيږي.

د بنګله دېش حکومت وايي، چې ۱۹۷۱ز کال ازادۍ جګړه کې دېرش لکه خلک وژل شوي، مګر عام خلک وايي، چې د حکومت شمېر له مبالغې ډک دی او په دې اړه هېڅ رسمي سر شمېرنه نه ده شوې.

Author

خروج از نسخه موبایل