په بغلان ولایت کې د دوه قومندانانو ترمنځ په نښته کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بغلان ولایت کې د دوه قومندانانو ترمنځ په نښته کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې د دوو غير قانوني وسله والو قوماندانانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې د دوو کسانو په وژل کېدو سره په وروستي يوه کال کې د ملکيانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي او خلک يې د بې وسلې کولو غوښتنه کوي.

پوليس وايي چې دغه دوه کسان پرون شپه د ده صلاح په سنګبُران سيمه کې د شېرين اقا او ايوب جمعه خان په نومونو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخیل وويل چې پوليس د يادې پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته تللي او د يادې سيمې مهم ځايونه يې نيولي او د جګړې دواړه لوري غرونو ته په شا شوي دي.

د بغلان د ولايتي شورا مشر صفدر محسني وويل چې د نښتې لامل د سنګبران پر سيمه باندې د حاکميت درلودل دي او قوماندان ايوب جمعه خان هوډ درلود چې دغه سيمه تر خپل واک لاندې راولي چې د قوماندان شيرين اقا له مقاومت سره مخ شو.

هغه زياته کړه چې په وروستي يوه کال کې د دواړو قوماندانانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې له دواړو لورو ١٥ کسان او دغه راز د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون پنځه ملکيان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ژمى د قوماندان ايوب کسانو په ده صلاح کې د واده پر مراسمو بريد وکړ چې په پايله کې يې د سليم په نوم د يادو مراسمو ترسره کوونکى له خپلې مور او يوه بل کس سره يو ځاى ووژل شو او دغه راز په ځوابي ډزو کې د قوماندان ايوب دوه کسان هم ووژل شول.

د بغلان د ولايتي شورا مشر وويل چې دغه قوماندانان له خلکو عشر اخلي او د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د خلکو ځمکې غصبوي او حاصلات يې د توپک په زور له هغوى اخلي.

د يادې سيمې يوه مخور وويل چې خلک د يادو دوو قوماندانانو له زور او زياتې تر پزې راغلي دي.

هغه له دولته وغوښتل چې دغه وسلوال کسان ژر تر ژره بې وسلې کړي او د وژنو عاملين ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

امنيتي چارواکو څو ځلې ويلي چې کله د هغوى پر وړاندې عمليات کوي نو هغوى غرونو ته تښتي او کله چې پوليس بېرته له سيمې ځي، بيا راګرځي.

خو د بغلان امنيه قوماندان وويل، اوس که په هر ډول وي، دغه قوماندانان به نيسي.

Author

خروج از نسخه موبایل