دسیمو ځینو عربو هیوادونو داعش او النصره ډلې جوړې کړي دي

دسیمو ځینو عربو هیوادونو داعش او النصره ډلې جوړې کړي دي .

دعراق دولسمشر لومړي مرستیال دسیمې ځینې عرب هیوادونه دداعش ډلې په جوړولو تورن کړل .

العالم ټیلي ویژن راپور ورکړ د عراق د ولسمشر لومړي مرستیال نوري مالکي وویل داعش او جبهه النصره ترهګرې ډلې دسیمې ځینو عربواو نورو هیوادونو جوړې کړي دي چې ددغو ډلو له لارې سیاسي هدفونو ته درسیدا کوشش کوي .

نوري مالکي دغه راز دعراق له ملته وغوښتل چې ددغه هیواد پرضد دنوي فتنې په وړاندې هوښیار ووسي .

دعراق په دیاله ولایت کښې دخالص سیمې و الي عدی الخدران وویل دامنیتي اطلاعاتو پراساس د بعث دنسکور شوي رژیم پنځوس(۵۰) افسران په داعش کښې شامل شوي دي .

هغه وویل دعراق دپخوانی بعث رژیم دغه کسان په داعش ترهګرې ډلې کښې مهمې څوکۍ پرغاړه لري او ځینې یې هم دډیرو تیریګرو اقداماتو په مغز متفکر بدل شوي دي .

داعش وهابي تکفیري ترهګرې ډلې دغه راز د عراق دشمال په صلاح الدین ولایت کښې د شرقاط ولسوالۍ په لویدیځ کښې په تلول الباج کلي کښې په کورونو حملو سره سل (۱۰۰) کلیوال وتښتول .

Author

خروج از نسخه موبایل