په فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو یو جومات او دیارلس استوګنځآیونه سوځولي دي

په فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو یو جومات او دیارلس استوګنځآیونه سوځولي دي

ځايي چارواکي ادعا کوي چې وسله والومخالفينو د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې يو جومات او ١٣د استوګنې کورونه سوځولي، خو وسله وال مخالفين وايي چې په دې پېښه کې لاس نه لري.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام وايي چې وسله والو طالبانو د شيرين تګاب په ارپتوى کلي کې دا جومات او د استوګنې کورونه سوځولي دي.

هغه وويل چې طالبان دوه ورځې وړاندې دې کلي ته تللي، جومات او د استوګنې کورونه يې په دې سبب سوځولي چې خلک يې ولې له دولت سره مرسته او د دوى له امر نه سرغړونه کوي.

خو د شيرين تګاب په استانه بابا کې د ملي پوليسو د يوې پوستې قوماندان محمد غلام ادعا کوي چې طالبانو پخوا ٢٥ کورونه سوځولي او پنځه نور يې تېره ورځ له ارپتو څخه د امنيتي ځواکونو د ليدنې او ستنېدو وروسته سوځولي دي.

هغه وويل چې سوځول شوي کورونه د دولت په ملاتړو قوماندانانو محمدنظر، غلام غلي او داد محمد، حبيب الله ارباب او عادي کسانو پورې اړه لري

د پوستې دغه مسوول وايي چې د ملي اردو ځواکونو سيمه پرېښې او طالبان لا هم په ارپتو کې شته او که چېرته دولت چاڼيز عمليات ونه کړي، نو د شور بازار سيمه به يې له لاسه ووځي او د شيرين تګاب –ميمنې لويه لاره به د طالبانو تر ګواښ لاندې راشي.

د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي چې يو شمېر کورونه سوځول شوي او تر اوسه   د سوځول شوو کورونو کره شمېره نه ده معلومه.

نوموړي په شيرين تګاب کې د جګړې د ځاني مرګ ژوبلې په اړه وويل چې د نښتې په ترڅ کې تر اوسه پنځه طالبان او يو شپون وژل شوي او د دولت پلوو ځواکونو يو تن ژوبل شوى دى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په يوه استولي برېښناليک کې ويلي چې طالبان د جګړې په ترڅ کې په شيرين تګاب کې د جومات سوځېدل غندي.

هغه زياته کړه چې دا د دولتي کسانو کار دى، طالبان هېڅکله هم دا ډول ناوړه عمل نه تر سره کوي او نورو ته هم د دا ډول کار اجازه نه ورکوي.

د هغه په خبره، دا د دښمن هڅه ده چې غواړي د طالبانو نوم بد کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل