د ننګرهار په برید کې یو افغان او یو بهرنی سرتیري وژل شوي
د ننګرهار په برید کې یو افغان او یو بهرنی سرتیري وژل شوي
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې يو افغان او يو بهرنى سرتېري وژل سوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وایې چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د جلال اباد په قصر کې رامنځته سوې ده.
هغه زياته کړه چې د امريکا د سفارت يو لوړ پوړى استازى په قصر کې د ختيځو ولايتونو له ملکي او پوځي چارواکو سره غونډه درلوده.
د شیرزاد په وینا په دې غونډه کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان ، د ولايتي شورا غړو او نورو چارواکو هم ګډون کړى و.
دده په وینا کله چې غونډه پاى ته ورسېده او پلاوى د وتلو په حال کې و، نود ملي اردو يوه سرتېري له خپل پوځي موټره پر امريکايي سرتېرو د ډزې وکړې.
د نوموړي په وينا، د امريکايي ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريدګر سرتېرى وژل سوى او دوه نور سرتېري ژوبل سوي دي.
امنيه قوماندان وويل چې د ملي ارو يو بريدمل له يادې پېښې سره د تړاو په تور نيول شوى او پلټنې ترې پيل شوې دي.
د شیرزاد په وینا چې ددي برید په تړاو یوه افغان برید مل نیول سوی او پوښتنې تري روانې دي
بلخوا په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ویل سوي چې په دي برید کې د ناټو یو عسکر وژل سوی دی خو د هویت په تړاو یې څه نه دي ویلي