د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمیر نیول شوي دي
د کورنیوچارو وزارت له لوري رسنیوته په یوه رالیږل سوی خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کونړ، ننګرهار، لغمان، تخار، فارياب، سرپل، لوګر او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره سوي دي.
خبرپاڼه لیکي په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو چې تل یې د کورنیو چارو وزارت ادعا ردکړی تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي