الشباب د کینیا پر پوهنتون برید کړی

په دې برید کې نږدې یو سل پنځوس کسان وژل شوي دی

د الشباب ډلې، چې په کينيا کې يې درې ورځي وړاندې په وژنو لاس پورې کړی ويلي: ددې هيواد په نورو ښارونو کې به هم د وينو ويالي وبهوي.

د تيري پنجشبني په ورځ، ددې ډلي وسله والو د کينيا پر يوه پوهنتون بريد کړی او نږدې يوسل پنځوس کسان يي وژلي دي. دوي ويلي: دا بريد يي د سوماليا له دولت څخه د کينيا دولت د ملاټر په ځواب کې تر سره کړی دی.

نريشن …..

د الشباب ډلې، چې له القاعدې سره اړیکې لري د کینیا پر یوه پوهنتون له برید دوه ورځې وروسته ویلي: دا برید ددوی له لوري تر سره شوی، دوی خبرداری ورکړی، چې د کینیا په ښارونو کې به د وینو ویالې وبهوي. الشباب ویلي: د پنجشنبه برید د کینیا حکومت ته د سومالیا له حکومت سره د مرستې ځواب و او د کینیا دولت په هیڅ ډول سره نشي کولای ددوی د بریدونو مخنیوی وکړي.

د کینیا(ګاریسا) ښآر پر پوهنتون د تیرې پنجشنبه په ورځ څلورو بریدګرو چې په سپکو، نیمه درنو او ځانمرګو واسکټونو سنبال وو برید وکړ. له دوی سره د محصلینو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې چې په ساعتونو یي دوام درلود یوسل اته څلویښت کسان ووژل شول. د کینیا په دې وروستیو کلونو کې دا تر ټولو خونړۍ برید ښودل شوی دی. د کینیا دولت د الشباب له وسله والې ډلې سره په مبارزه کې، د سومالیا له دولت څخه ملاتړ کوي او دې هیواد ته یي ځواکونه استولي دي.   الشباب به دوه زره دیارلسم کال کې د نایروبي په یوه لوی پلورنځي برید کړی وو چې له امله یي اوه شپیته کسان ووژل شول. د کینیا دولت پنځه کسان د ورستي برید په تور نیولي دي او دا پوښتنه هم شتون لري چې د استخباراتي مالوماتو په شتون سره بیا هم دا وسله والو څه ډول پوهنتون ته لاره پیدا کړه.

Author

خروج از نسخه موبایل