په یمن کې د سعودي کیمیاوي وسلې پيدا شوې
د یمن یوې پوځي سرچینې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې یې داسې کیمیاوي وسلې موندلې چې د عربستان له خوا لېږل شوې دي.
د یمن د پوځ یوه قوماندان، خالد البرایمي نن ویلي چې د یمن انصارالله غورځنګ د خلکو او ددغه هېواد د پوځ په ملاتړ د وسلو ډکه هغه لارۍ نیولې چې د عربستان له خوا ترهګرو ډلو لپاره یې لېږدولې وې.
نوموړي ویلي چې د پوځ او خلکو له خوا کیمیاوي وسلې نیول شوې چې د زهر جن ګاز په تولید کې ترې استفاده کېږي.
د یمن د پوځ دې قوماندان ویلي چې د ترکیې الوتکو د مرستدو په چوکاټ کې په یمن کې ترهګرو ته وسلې استوي.