په یمن کې حوثيانو په″عدن″ کې ولسمشرماڼۍ نیولې ده
منصور هادي عربستان ته تښتیدلی دی
له یمنه رسیدلي رپوټونه وايي چې حوثي ملیشه او د هغوي ملګري پرون [پنجشنبه] په عدن کې د ولسمشرماڼۍ ته ورسیدل او د ټول ښارد نیولو لپاره یې حملې جاري ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلافي ځواکونه په یمن کې د حوثي جنګیالو د مخنیوي لپاره بمبارۍ کوي.
د یمن تښتیدلی ولسمشرعبد ربه منصورهادي تیره اونۍ سعودي عربستان ته وتښتید.
سعودي عربستان پرون وویل چې یوعسکریې د یمن د پولي له پورې غاړې په ډزوکې وژل شوی او لس تنه عسکریې زخمیان شوي دي.
دا په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د هوايي حملو له پیل راهیسې، د سعودي عسکرو د تلفاتو لومړۍ پيښه ده.
همدا راز، رپوټونه وايي چې له القاعده سره تړلومشکوکو وسله والو پرون د عدن ښارپه پينځه سوه کیلومترۍ کې پر یوه زندان حمله وکړه او لږترلږه یونیم سل بندیان یې خوشې کړل