ایران او پنځه جمع یو هیوادونو د اټومي پلان په هکله هوکړه کړې ده

ایران او پنځه جمع یو هیوادونو د اټومي پلان په هکله هوکړه کړې ده

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونه پرون [پنجشنبه] د تهران د اټمي پروګرام په اړه مذاکروکې د یوې هراړخیزې موافقې د طرحې پر مهمو موادو سلا شول.

دا پرمختګ د روان کال د جون تر ۳۱ د وروستۍ موافقې لپاره لاره پرانیزي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موغریني پرون د سویس په لوزان ښارکې د مذاکره کوونکوله خوا په ګډه اعلامیه کې وویل چې د تهران د اټمي پروګرام د بندولو او د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره یو پریکنده ګام واخیستل شو.

د امریکا د ولسمشربارک اوباما د دې پرمختګ ستاینه کړې او پرون یې له واشنګټنه په خبرو کې وویل چې مذاکره کوونکي به د دې طرحې پراساس، د وروستۍ موافقې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي:

″دا به د اوږدې مودې موافقه وي چې هره هغه لاره به چې ایران د اټمي بم جوړولو ته نږدې کوي، په پام کې ونیسي.

د یوې لسیزې لپاره به د ایران پراټمي پروګرام شدید محدودیت وضع شي.

د راتلونکو پینځلس کلونو لپاره با د ایران پر نویو اټمي تاسیساتو او د موادو پر ذخیره کولو بندیز وي او د شفافیت هر اړخیز اقدامات به تر راتلونکو څه باندې شلو کلونو جاري وي او ان ځيني یې ښايي د تل لپاره دوام وکړي.

ایران به د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د نړېوال تړون د غړي په توګه، هيڅ کله د اټمي وسلې جوړولو اجازه ونه لري.″

اوباما زیاته کړه چې کارلا نه دی تمام شوی او وروستۍ موافقه لا نه ده لاسلیک شوې.

ټاکل شوې چې مذاکره کوونکي د روان کال د جون ترپایه په دې اړه چې په اوسنۍ طرحه کې راغلي مواد څنګه عملي کیدلای شي، کار جاري وساتي.

Author

خروج از نسخه موبایل