سوریې کډوال بیړنیو مرسته اړتیا لري

ملگرو ملتونو له سورې کډوالو سره د(۱۲۱) ميليونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده دا غوښتنه د سوريي جگړه ځپلو لپاره د غوندې پر مهال شوې ده. ددي بنسټ مشر فرحان الحق ويلي: د مرستې غوښتنه په سوريه کې د خورو ستونزې د هواری په موخه شوې ده. ملگري ملتونه به د کويټ په ناسته کې چې نن پيليږي د سوريې له پاره د اته ميليارده څلور سوه ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه وکړي

د سوریې په جګړه کې له دې سربیره چې به دوه سوه لسو زرو ډیر کسان وژل شوي، په میلیونه کسان کډوالی ته اړ شوي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو تر اوسه له دوی سره مرستې بسنه نکوي او ملګري ملتونه وایي که چیرې له دوی سره اړینې مرستې ونشي دا کډوال به له سختو ستونزو سره مخ شي

Author

خروج از نسخه موبایل