د لسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه نن ماښآم د اوه نیمو بجو په شاوخوا کې د یوه نښلونکي بم د چاودنې له کبله رامنځ ته شوي چې کومه مرګ ژوبله یي نه درلوده

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو یوسل نولس ریس ویلي نښلونکی بم په یوه لکسس ډوله موټر نښلول شوی وو. ده هم ویلي: دې چاودنې مرګ ژوبله نه درلوده خو موټر څه ناڅه زیانمن شوی دی

کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: دا ماین د هیواد دښمنانو له لوري نښلول شوی وو او هغه مهال وچاودید کله چې په نوي ښآر کې دریدلی وو.

Author

خروج از نسخه موبایل