د اټومي پلان په هکله، ایران او پنځه جمع یو هیوادونه هوکړې ته نږدي شوي

د اټومي پلان په هکله، ایران او پنځه جمع یو هیوادونه هوکړې ته نږدي شوي

د نړۍ لويو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران، د سويس لوزان ښار ته تللي ترڅو له ايران سره د اټومي ستونزي د هواری په غونډه کې گډون وکړي. د ايران بهرنيو چارو وزير له خپل امريکايي، آلماني او فرانسوي سيالانو سره له خبرو وروسته په خبرو کې له ريښتينې پرمختگه خبر ورکړ او د اروپايي ټولنې بهرني سياست مشر ويلي: هيځکله له ايران سره د ستونزې هواری ته دومره نږدې شوي نه و.

د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو دلې ترمنځ د ګواښ نیټې په را نږدې کیدو سره، د سویس په لوزان ښار کې هم په دې هکله خبرې نوي پړاو ته ننوتې دي. د ایران، امریکا، آلمان او فرانسې بهرنیو چارو وزیران په دې ښار کې شتون لري او ټاکل شوې د روسیې، بریتانیا او چین بهرنیو چارو وزیران هم دې ښار ته د خبرو په موخه سفر وکړي. د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواب ظریف د آلمان او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره له لیدنې وروسته ویلي: مونږ په دې لیدونو کې ریښتینی پرمختګ کړی دی. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر فدریکا موګریني هم ویلي: هیڅ کله مو له ایران سره په خبرو کې دومره پرمختګ نه وو کړی، خو له دې سره ځینې برخې پاتې دي چې باید خبرې پرې وکړل شي. ده د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو لپاره د ګواښ نیټې تر رارسیدو هیله مندي څرګنده کړه وویل: مونږ هڅه کوو تر څو داسې هوکړې ته سره ورسیږو چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي او دا تضمین کړي چې ایران د اټومي وسلې د تر لاسه کولو په هڅه کې نه دی. د فرانسې بهرنیو چارو وزیر هم خبریالانو ته ویلي: له ایران سره له دولس کلونو وروسته د خبرو وروستي پړاو ته رسیدلي یو. د ایران او پنځه جمع یو ډلې ترمنځ ، چې غړي یي امريکا، فرانسه، بريتانيا، چين او روسيه جمع د المان ده، د وروستی هوکړې نیټه دوه ورځې وروسته (د مارچ میاشتې په یو دیرشمه) پای ته رسیږي.

مخکې له دې دواړو خواوو ویلي وو، که چیرې خبرې ګټورې پایلې ونلري ددې بهیر د غځولو پلویان نه دي. د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، چې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د هوکړې لوی مخالف دی، نن یي ویلي: دوی د هغه د څرنګوالي په هکله چې ټاکل شوې نړیواله ټولنه له ایران سره هوکړې ته سره ورسیږي سخت اندیښمند دی.

Author

خروج از نسخه موبایل