محمد اشرف غنی له بانکی مون سره لیدلي دي
ولسمشر د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره د افغان سولې په هکله خبرې کړي دي
ولسمشر اشرف غني امريکا ته د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره وليدل.
ولسمشر غني د خپل سفر په وروستۍ ورځ پرون له واشنګټن څخه نيويارک ته سفر وکړ او د ملګرو ملتونو په مقر کې يې ددغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره په بېلا بېلو موضوع ګانو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغانستان پر امنيت،سولې او نورو پرمختګونو بحث وکړ.
سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال بانکي مون د سيمې هېوادونو سره د افغانستان د پرمخ ښه کېدونکو اړيکو او سوداګريزو چارو په پراختيا خوښي وښودله.
د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان مقر ته د اشرف غني دا لومړى سفر و.
په خبرپاڼـه کې راغلي چې دغه راز ددې ليدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري مرستو، کډوالو او بې ځايه شويو خلکو پر ستونزو هم خبرې وشوې .
سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې پر مخ بيولو باندې ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې ملګري ملتونه به د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته ادامه ورکړي.
بلخوا له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د سازمان پر ملاتړ باندې د ټينګار په ترڅ کې ولسمشر غني ته وویل چې ستاسو ځواکمنه رهبري د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له هيلو ډکه ده.
سرچينه کاږي، ولسمشر اشرف غني له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د دوامدار ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ددوى له همکاريو مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د سولې د روان بيیر په باب بانکي مون ته معلومات ورکړل، او وي ويل چې د سولې د ټینګښت لپاره يې لومړیتوب دا دی چې لومړی د دولتونو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره زمينه برابره او بيا له طالبانو سره روغه جوړه وشي.