د پاکستان په هوایي بریدونو کې شاخوا دیرش وسله وال وژل شوي دي

د پاکستان په هوایي بریدونو کې شاخوا دیرش وسله وال وژل شوي دي

د پآکستان پوځ ویلي ددوی په هوایي بریدونو کې د لشکر اسلام ډلې شاوخوا ۳۰ وسله وال وژل شوي

د پاکستان استخبارات وایي؛ د تیرا سیمې هوایي بمبارۍ کې د لشکر اسلام ډلې شاوخوا ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي دي

د پاکستان استخباراتې ادارې “آی. اېس. آی” په یوه بیان کې ویلي؛ هوایي حمله یې نن سهار کړې ده.

د پاکستان “ډان” ورځپاڼې لیکلي چې د لشکر اسلام ډلې ویاند “صلاح الدین ایوبي” هم په دې حمله کې وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ له څو ورځو راهیسې د افغانستان پولې ته نږدې تیرا دره کې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

رویټرز آژانس د پاکستان د استخباراتي منابعو په حواله وایي؛ په دې عملیاتو کې یو شمېر وسله وال او پاکستاني عسکر وژل شوي دي

Author

خروج از نسخه موبایل