د مصر، سوډان او ایتوپیا هیوادونه د نیل رود په هکله یوې هوکړې ته سره رسیدلي.
ایتوپیا هیواد له تیر کال راهیسې په دې سند، د ابو ډنډ د رغولو هڅه کوله او اوس په دي هکله د یادو دریو هیوادونو مشرانو تړون لاسلیک کړی دی.
له دې ډنډ سره د مصر حکومت مخالفت ښودلی وو او ددې هیواد پخواني ولسمشر محمد مرسي ویلي وو، چې مصریان به د خپلو وینو په څاڅکیو سره له دې سینده ساتنه وکړي.
ایتوپیا غواړي ددې سیند پر سر د اوبو لوی ډنډ جوړ کړي، چې ځلور میلیارده اوه سوه میلیونه ډالره لګښت به ولري او شپږ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي.