ناپیژانده وسلوالو په سرپل ولایت کې د یوې حاملې ښځې سر پرې کړی دی

ناپیژانده وسلوالو تیره ورځ ( غویي ۳) د سانچارک د ولسوالۍ د بازار څخه یوه ۱۹ کلنه امیندواره ښځه چې د ۹ میاشتو ماشوم یې هم په ګیډه وو له ځانه سره وړي وه ،څو ساعته وروسته یې جسد پولیسو په داسې حال کې پیدا کړ چې سر یې پرې شوی وو.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې شیرین ګل د سودا د اخیستو لپاره بازار ته راغلې وه چې کورته د ورتګ په لاره کې نادرکه شوه او پولیسو د څو ساعته پلټنې وروسته ددغې ښځې  جسد د ماښام په شپږو بجو پیدا کړ.

اماني دغه راز وویل چې لا تر اوسه ددغه قتل علت روښانه شوی نه دی ، قاتل هم له سیمې تیښته کړیده او پولیس د قاتل د پیداکولو په لټه کې دي.

سرپل د افغانستان یو له لرې پرتو ولایتونو څخه دی چې قتل،تښتونې او ناامنۍ په دې ولایت کې ظلمونه را منځته کوي؛  مګر مرکزي حکومت ورته تر اوسه پاملرنه کړې نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *