په ننګرهار کې د شوې پریکړې چې له امله د موټرسایکلونو په ګرځیدو بندیز لږیدلی خلک غوصه کړي دي

په دې ورستیو کې په ننګرهار ښار او یو شمیر ولسوالیو کې د نامعلومو وسله والو له لورې هدفي وژنې زیاتې شوې ، چې په ترڅ کې یې یو شمیر قومي مشران ، دیني علما او په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونه هم د نا معلومو وسله والو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي . د ننګرهار ورستي امنیتي وضعیت ګڼ ننګرهاریان اندیښمن کړي دي . د ننګرهار امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د امنیت د ټینګښت په موخه د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د نظامي شورا په خپله ناسته کې پریکړه کړې چې له دې وروسته به په ننګرهار ښار او نږدې ولسوالیو کې هیڅ څوک په اسناد لرونکو او غیرې اسنادو لورنکو موټر سایکلونو نه شي ګرځیدلی .
د ننګرهار د نظامي شورا د ورستۍ پریکړې چې له مخې یې په ننګرهار ښار او نږدې ولسوالیو کې هیڅ څوک پر موټرسایکل نه شي ګرځیدلی خلک سخت غوصه کړي دي . او دا ډول پریکړې ماشومانه پریکړې ګڼې او د امنیت په راوستو کې امنیتي چارواکي پاټې ګڼې ، دغه ډله خلک وایې چې د امنیت په راوستو کې دا ډول غیري مسلکي پریکړه هیڅ ډول ګټه نه لري.
د ننګرهار د نظامي شورا د پریکړې په اړه لیکوال او ژورنالیست ناصرخان شېرزي خاورمیانه خبري اژانس ته داسی وایې
( د ننګرهار نظامي شورا په لومړي ځل یوه ډیره نا عادلانه،بې انصافه او ماشومانه پریکړه کړيده، ځکه چې دوی په هغو موټرسایکلو هم بندیز لګولی چې اسناد لري )
نوموړی زیاتوي چې د ننګرهار چارواکي په خلکو ملنډې وهي لومړی یې په خلکو موټر سایکلونو ته اسناد جوړ کړل، د خلکو لګښتونه وشول او اوس یې ورته په ګرځیدو بندیز ولګواوه .
د شیرزي په خبره په داسی پریکړو کې باید د ولسي خلکو،ښاریانو،محصلینو او استادانو ستونزې نظر کې ونیول شي.
په موټر سایکل ګرځیدل بندیز د امینت په راوستو کې کومه ګټه نه لري نو د داسی ستونزو اساسي حل باید و لټول شي او په داسی کمزورو پریکړو امن نشي راتللی.
یوازې ناصرخان شیرزی نه دی ، چې د ننګرهار د نظامي شورا له پریکړې سره مخالفت لري بلکې ډیر نور اوسیدونکي هم د ننګرهار له وروستي امنیتي وضیعت او د یادې پریکړې سره مخالفت کوي .
د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی محمد اجمل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : ( له دې پریکړه سره سم د خلکو کارونه خراب شوې دي ، د موټر سایکل خرڅوونکو دوکانونه بند دي ، خلک خپلو دندو ، شخصي کارونو ته په خپل وخت نه شي تلای چې دې چارې د ننګرهار ښاریان له زیاتو ستونزو سره مخ کړیدي )
محمد اجمل د ننګرهار له چارو اکو څخه غواړي تر څو د دې ولایت د امنیت له پاره لاس په کار شي او د خپلو امنیتي پلانونو له مخې وړاندې لاړشي او خلکو ته دې ستونزې نه پیدا کوي .
خو د ننګرهار امنیتي چارواکي دا پریکړه د ولسونو پریکړه یادوي او وایې چې د لسونو غوښتنه وه چې د امنیت د تامین په موخه باید په موټر سایکل ګرځیدو بندیز ولګول شي .
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانې د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقي وال د خلکو د دغو اندیښنو او د نظامي شورا د پریکړې په اړه خاورې میانه خبري ژانس ته وویل : د ننګرهار امنیتي ځواکونو په دې ورستیو کې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې هوایې او ځمکني عملیات ترسره کړل چې په په پایله کې د ترورویستي ډلو داعش او طالبانو ګڼ شمیر غړي وژل شوي ، په ډیر شمیر وسلې او مهات یې د امنیتي ځواکونو لاسه ته راغلې او یو شمیر پټنځایونه یې له منځه تللي . چې په همدې سره دغو ډلو له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی .
نوموړی زیاتوي نو د دغو تروریستي ډلو غړي په غلچکي بریدونو سره غواړي چې په ننګرهار کې امنیتي ستونزې پیدا کړي او هدفي وژنې ترسره کړي ، چې تر ډیره دوې په دغو غلچکیو بریدونو کې له موټر سایکلونو څخه ګټه پورته کوي .
( د ولسونو غوښتنه همدا وه چې په ښار او یو شمیر نږدې ولسوالیو کې په موټر سایکلو ګرځیدو بندیز ولګول شي)
مشرقي وال وایې دغه پریکړه به دایمي نه وې دې زیاتوي ( امنیتي ځواکونه چې کوم هدف لري چې د خاصو کسانو ګرفتاري ده چې ترلاسه شو نو دغه پریکړه به تغیر وکړي )
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنتي چارواکو دوه میاشتې وړاندې د امنتي وضعیت د ښه والي له پاره په موټر سایکل دوه تنتو ګرځیدو بندیز ولګوه، او اوس د ننګرهار نظامي شورا د هر ډول موټر سایکل په ګرځیدو بندیز وروسته له دې ولګوه چې په دې ورستیو څو ورځو کې د تروریستي ډلو غړو په ننګرهار کې د ټاکنو د نوم لیکنې په مرکز ، د ننګرهار پوهنتون مخې ته پر امنیتي ځواکونو او یو شمیر نور بریدونه ترسره شول .

 

عبدالقیوم ریحان

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *