د کابل په لویدیځ کې د ځان وژونکي برید په اړه د نړیوالو سازمانونو تُند غبرګونونه

د یکشنیې په ورځ( غویي۲) د کابل په لویدیځ کې د ځان وژونکي برید په تړاو نړیوالو سازمانونو سخت غبرګون ښودلی او دغه حمله یې غندلي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د تیرې ورځې په ځان وژونکي برید کې چې د کابل په لویدیځ کې د رایو ورکوونکو ته د پیژندپاڼو ورکولو په یوه مرکز باندې ترسره شوه د ۶۰ څخه زیات کسان ووژل شول او ۱۲۹ تنه نور ټپیان شول.
دغه ترهګریز برید چې مسوولیت یې دداعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخیست داخلي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازی یاماموتو ددې حملې پورې تړلې د ټپیانو د کورنۍ او قربانیانو سره غم شریکي وکړه او ویي ویل”دا سازمان ددې حملې په اړه خپله کرکه ښکاره کوي”.
په همدغه حال کې د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرګ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د افغانستان سره به دترهګرو ډلو د ځپلو مبارزې لپاره به د خپلو مرستو وعدو ته دوام ورکړي.
جمهوري ریاست ارګ،اجرائیه ریاست او د افغانستان د ملې امنیت شورا د جدا اعلامیو په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ملکي خلک او یو شمېر کارپوهان حکومت ددغه ډول پیښو اصلي عامل بولي او دا د حکومت لخوا یوه پلان شوي حمله بولي،دوې دعوه کوي چې حکومت د یوه ځانګړي قوم د نسل وژنې په لټه کې دی.
په عین حال کې یو شمېر خلک د ملې امنیت او کورنیو چارو وزارت د امنیت په راوستلو کې په بې پروایۍ تورنوي او دغه ادارې ددغه ډول بریدونو عامل بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *