نجیب الله کابلی د کابل د پولیسو لخوا د یوه سوداګر د اختطاف په تور ونیول شو

د کابل پولیسو د ملې مشارکت د ګوند د مشر او د استازو د مجلس د غړي نجیب الله کابلي د نیولو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د کابل پولیسو ویلي دي چې د ملې مشارکت د ګوند مشر نجیب الله کابلی تیره شپه ( غویي ۱) په؟ څلورمه حوزه کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

راپورونه رارسیدلي دي چې د استازو د مجلس پخوانی نماینده نجیب الله کابلی  یوه سوداګر ته د چل او درغلۍ د ورکولو په جرم نیول شوی دی.

د ملی مشارکت د ګوند مشر نجیب الله کابلی د افغانستان په سیاست کې یوه پټه څیره ده چې په وروستیو کې د اختلاس او اختطاف په تور نیول شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *