د حاجیانو لپاره نور غره او غار حرا ته تګ منع وګرځول شو

د عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان وکړ د عمره کوونکو لپاره د نور غر او حرا غار ته ختل منعه دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال ‘عکاظ’ ورځپاڼي ته په خبرو کې ویلي دي چې د عمره کوونکو لپاره د نور د غره ختل د شرعي ناروا او د زیارت کوونکو د بې ځایه کړنو څخه د ځان ساتلو لپاره ددې نه وروسته منع دي.
عبدالعزیز الوزان په دوام کې ویلي دي د حج شرکتونه او موسسات نه باید د نور د غره او غار حرا د زیارت کولو لپاره وخت ځانګړی کړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دا پریکړه د بیت الله د زیارت کوونکو د ساتنې لپاره نیول شوي ده په دې دلیل چې ددې غره ارتفاع ډېره لوړه ده امکان لري چې زیارت کوونکي دې غره د ختلو پر وخت د بیهوشۍ یا د اکسیجن د کمبود سره مخ شي.

الوزان د حج شرکتونو ته ګواښ وکړ ،په هغه صورت کې چې د نور د غره لیدل یې په خپل پروګرام کې راوستل او ځانګړې کمیټه دغه سر غړونه وویني ،سر غړونکي شرکتونه به د جزا او نقدې جریمي سره مخ شي.
د نور غر د مکې د ښار شمال ختیځ لوري ته په څلور کیلو مترۍ کې د منا څخه عرفات ته په لاره کې پروت دی ،چې اوس مهال د مکې د پراخوالي له وجې د مکې په داخل کې قرار لري ،د بحر له سطحې څخه یې لوړوالی ۶۲۱ او د ځمکې له سطحې یې لوړوالی ۲۸۱ متره دی.

د پیغمبر ص د عبادت ځای غار حرا ددې غره په لوړه نقطه کې قرار لري چې د لمړي ځل لپاره په دې ځای کې جبرائیل محمد مصطفی ص ته راغلی او د قرانکریم لمړني ایتونه یې پرې وویل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *