که چیرته دوستم راشي،د افغانستان د شمال وضعیت به تغیر وکړې؟

که چیرته د جنرال دوستم د مرستیالۍ ددورې څخه مخکې کارونه یوې غاړي ته کړو،دده د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو د مرستیالۍ دورې د مبارزې په جریان کې د یوه ازبک مشر په توګه دده کړنو ته نظر واچوو.
دوستم د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د تحول او تداوم د ټیم سره د مبارزې میدان ته ودانګل او د اشرف غني په مشرۍ یې ددغه ټیم لپاره درايو د لاسته راوړلو تبلیغات شروع کړل،او په انتخاباتي مبارزه کې یې د درایو د بانک رول ولوبوو، د ازبکانو دې مشر د تحول او تداوم د ټیم سره په ګډون د خپل قوم رایي صندقونو ته راوویستي،او باید وویل شي چې یو له هغه عواملو څخه چې د تحول او تداوم ټیم یې د جدول لمړۍ کرښې ته راوړ د دوستم شتون وو.
د ګډ حکومت د مینځته راتګ څخه وروسته د دوستم کړنې ډېرې په امنیتي او د وسلوالو طالبانو او داعشیانو سره په جګړو کې مخې ته راتللې تر څو چې د جمهوري ریاست د لمړي مرستیالۍ د میز شاته کیناست.
جنرال دوستم د دفتر د تګ څخه زیات د جګړې میدان ته ولاړ او د نظامیانو په مشرۍ په سختو شیبو کې په ځانګړي ډول په شمال زون کې یې عملیات په کامیابۍ سره سرته ورسول او له هغه ځایه یې ددښمنانو مورچې له مینځه یوړي.

جنرال دوستم د حکومت سره په دې دوه کاله ګډون کې درې ځله د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په خاطر د هیواد شمال ته سفر وکړ او په یوه سفر کې د یوه تروریستي برید هدف وګرځید او ټپي شو.
په دې حالت سره د ملې وحدت د حکومت د کار ددوه کالو څخه زیات وخت تیریږي چې د نوموړي او جمهور رییس ترمینځ د مخالفت زمزمې اوریدل کیدلي ،جنرال دوستم څو واره د ملې وحدت د حکومت په کړنو نیوکې وکړې او جمهور رییس غني یې د هیواد د امنیتي مسائیلو په برخه کې په قوم ګرایي،کم کارۍ او بې تفاوتۍ تورن کړ،همدارنګه دوستم ویلي وو چې داسي هڅې رواني دي چې د هغه او خلکو ترمینځ واټن رامینځته شي.
مګر د دوستم او ولسمشر غني ترمینځ اختلافونه هغه وخت رامینځته شول چې د احمد ایشچي قضیه مخې ته راغله ،جنرال دوستم او ساتونکي یې په یوه سیاسي مخالف احمد ایشچي باندې په تجاوز کولو تورن کړل او په محکمه کې یې جنرال دوستم ته دوسیه جوړه کړه چې ددغې دوسیې پورې تړلي د دوستم څو تنه ساتونکي ونیول شول.

حکومت د جنرال دوستم کور محاصره کړ او خپل کاري دفتر ته یې د هغه د تګ مخه ونیوله.د دوستم کور تقریباً د کابل د ګارنیزون اړونده ځواکونو لخوا درې ورځې محاصره وو.
جنرال دوستم وروسته له دې اتفاق نه ترکیې ته ولاړ چې ظاهراً ویل کیدل چې نوموړی د تداوۍ لپاره هلته تللی دی ،مګر نږدې یو کال کیږي چې جنرال دوستم په ترکیه کې شپې ورځې تیروي؛او کله کله یې د راستنیدو خبرونه خپریږي مګر په دې وروستیو کې حکومتي مشران هم هیواد ته د هغه د راتګ د راستنیدو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د شمال امنیتي وضعیت خراب شوی دی او په دغه سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو د ترهګرو ډلو د پراخه فعالیتونو خبرونه اوریدل کیږي.مګر مسئله دلته ده چې د دوستم په راتګ سره به د هیواد د شمال امنیتي وضعیت تغییر وکړې او یا به د حکومتي مشرانو سره دا توافق وکړې چې نور به د شمال لوري ته نه ځي.
جنرال دوستم د خپلو خلکو د شخصیت د منحصر کولو په سبب تل د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو په لټه کې دی ،د جنرال دوستم دا کار ددې سبب شوی دی چې ډېرې ازبکان نوموړی ” د دوستم پادشاه” په توګه یادوي او د انتخاباتو په دوره کې جنرال دوستم ته د “پاچاهۍ د جوړولو جنرال” خطاب کوي.
جنرال دوستم د غیر قابل اټکلي شخصیت لري او دا کار ددې سبب ګرځیدلی دی چې په حساس وخت کې چې په افغانستان کې رامینځته شوی دی ، په افغانستان کې لوي قدرتونه هیواد ته دده د راتللو مخه نیولي ده او همدارنګه اټکل کیږي چې جنرال دوستم د هیواد د شمال د ناامنه کیدو د پروژې مخالف وو او دا ددې سبب شوه چې جنرال دوستم په ښکاره ډول غیر رسمي تبعید پر مخ وړي.

صدیقه رحیمي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *