په عراق کې دداعش ترهګرې ډلې ښځینه غړې په دار ځړیږي

د عراق هیواد اعلان کړی دی چې ددې هیواد قضایي کمیټې پریکړه کړیده چې اووه بهرنۍ ښځې چې دداعش ترهګرې ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي دي،په اعدام یا عمرې بند محکوم کړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،اناتولي راپور ورکړی دی چې د عراق عالي قضایي شورا په یوه بیانیه کې ټینګار کړی دی چې د بغداد جنایي محکمې د اذربایجان د جمهوري ملت درې ښځې او یوه قرغیزستاني ښځه دداعش ترهګرې ډلې د غړیتوب په جرم په اعدام محکومي کړې دي.
د بغداد جنایي محکمې درې نورې بهرنۍ ښځې یوه فرانسوۍ او دوه روسۍ ښځې په عمرې بند محکوم کړيدي.
دا اووه داعشي ښځې د ترهګرو سره د مبارزې د قانون د څلورمې مادې مطابق دداعش ترهګرې ډلې سره د غړیتوب په جرم محاکمه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تقریباً د داعش ترهګرې ډلې  تر ۱۴۰۰ پورې ښځې او ماشومان  غړي د عراق په محبسونو کې د بند شپې ورځې تیروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *