په افغانستان کې د پردې تر شا پټ لاسونه نوې لوبه؛ د اسیا د جنوب لپاره د هند او امریکا یوالي

د ملې وحدت حکومت چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیرې ابتکار وو د برنامي د پلان د جوړیدو لپاره وو چې په دغه ورځو کې یې خپله ستراتیژي پلې کړي ده ،د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ بریا،د سوریې جګړه،د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوي تګلاره،د هند او امریکا یو ځای والی، پاکستان د ترهګرو او حقاني شبکې په ملاتړ تهدیدول چې تر یوه ځایه مصداق هم لري او په افغانستان کې د سیاسې ګوندونو ترمینځ د جنجالونو رامینځته کول،د جنرال دوستم تبعیدول،د بلخ د ولایت څخه د عطامحمد نور لري کول،د د اسلامې بیدارۍ په کنفرانس کې د خبرو په دلیل د استاد محقق د برطرفه کولو اوازې،او نورې ټولې هغه خبرې دي چې د داعش د ترهګرې ډلې لپاره پکې امن ځایونه رامنځته کیږي او ددې ترهګرې ډلې له لورې د پاکستان اتوم نیول چې د اسلامي ملکونو یو هیواد پرې د فشار لاندې ونیسي.

سوریه

د امریکا لپاره سوریه مهمه نه وه او د سوریې جګړه تر ډېره د اسلامي هیوادونو د پیسو د لګښت او نظامي امکاناتو په سبب روانه وه او همدارنګه  د سوریې او عراق په جګړه کې د اسلامي ډلو ښکیلتیا چې امریکا وکولای شول خپله وروستۍ ضربه پرې وارد کړي،وروستۍ ضربه او هغه کار چې امریکا د اسلامي هیوادونو سره ترسره کړ دا وو چې بیت المقدس یې د اسرائیل د رژیم پایتخت وباله او اوس هم ځینې ډلې لکه فاطمیون،زینبیون،حزب الله او نورې ډلې چې د غزې په جګړه کې ښکیل دي او په ډيرې ارامتیا سره په جنوبي اسیا کې خپل ستراتیژې پر مخ وړي.

افغانستان
یو له هغه هیوادونو څخه چې امریکا یې د نیولو په اړه د څو کالو څخه پروګرام په لاره اچولی وو افغانستان وو،افغانستان ته د سره فوځ د راننوتلو له وخته شروع تر دغه فوځ د ماتي پورې او د مجاهدینو پیدا کیدل او له هغې وروسته د طالبانو د رامنځته کیدو پورې او افغانستان ته د القاعده د راتګ پورې او د نیویارک پر نړیوالو تجارتي برجونو برید او افغانستان د راتګ لپاره بهانه وه  او د واک څخه د مجاهدینو لري کول په دې خاطر چې وپوهیږي کله چې مونږ ورسره ملګري شول شوروي ته یې ماتي ورکړه په همدې ګمان زمونږ د ماتي لپاره که نورهیوادونه هم ددوې سره ملګري کیږي او غربي تکنوکراتانو ته د قدرت ورکولو پروګرام هم امریکا په لاره اچولی وو او اوس د ملې وحدت حکومت رامنځته کول چې نه مشروعیت لري او نه صلاحیت لري د پردې شاته خپل پروګرامونه پر مخ وړي.

پاکستان
پاکستان هم د شوروي د سره فوځ د ماتي پر وخت د مجاهدینو سره مرستې،د طالبانو رامنځته کول،د القاعده څخه ملاتړ،حقاني شبکه او نور …. کارونو راپدیخوا د امریکا او انګلیستان په پروګرامونو کې سره یو ځای وو او ددې هیواد سره نور یو ځای پاتي کیدل امریکا ته لاسته راوړنه نه درلوده ،په دې وروستیو کې سپیني ماڼۍ ته د ټرمپ په راتګ سره ورو، ورو په دې هیواد فشارونه زیاتیږي او د جنوبي اسیا دپاره  امریکا د نوې پالیسۍ اعلانول د پاکستان لپاره د خطر زنګ وو؛ اوس مهال پاکستان د روسیې او نورو هیوادونو سره په اړیکه کې دی چې غواړي د امریکا تشه پرې ډکه کړي مګر له دې چې امریکا د پاکستان له ټولو پلانونو خبره ده او په کلونو ددې هیواد ستراتیژیک متحد وو د سیمې په ناامنه کولو کې ددې هیواد د لاس لرلو زیات اسناد پري دلالت کوي او له دغه اسنادو له مخې دغه هیواد د فشار لاندې دی.

ایران
ایران یواځینی اسلامي هیواد دی چې د امریکا د ستراتیژۍ په درک کولو سره یې په مخ کې ځای نیولی دی او په مشهوره خبره د امریکا د پروګرامونو په مقابل کې د لاس اغزي دی،د داعش ترهګرې ډلې په رامنځته کولو سره او هر نوی پروګرام چې په راتلونکي کې جوړیږي یواځینی هدف یې په بل لوري کې د هیوادونو کمزوري کول او د ایران اقتدار او قوت له مینځه وړل دي او ایران ددې موضوع په درک کولو سره خپلې ملې منافع د خپلو پولو وړاندې تعریف کړي دي او  د نړۍ په معاصر تاریخ کې د لمړي ځل لپاره یو اسلامي هیواد د یوه قدرتمند هیواد سره په جګړه کې مخامخ شوی دی.

عربستان
د ال سعود کورنۍ چې له کلونو راهیسې د امریکا سره ملګرتیا لري د اسلامي نړۍ لپاره کار نه کوي د مصر،لیبیا،تونس،عراق،سوریې او نورو ……هیوادونو په موضوع کې یې ګډون ونه کړ په داسې حال کې چې خپل ځان د اسلامي هیوادونو سرلاری بولي دا په داسي حال کې ده چې داسي خبرې موجودې دي چې د ترهګرو د تمویل پیسې د همدې کورنۍ لخوا ورکول کیږي،د مجاهدینو څخه شروع تر القاعده او داعش پورې همدا هیواد په مالي ډول تمویلوي  په دې خاطر چې د ایران هیواد کمزوری کړي،مګر دا یې هیره کړیده چې په سیاسې میدان کې اوس وخت پاکستان د فشارونو لاندې دی یوه ورځ به همدا هیواد چې نن د دوستې ډبره په سینه ږدي د ټولو اسلامي هیوادونو د کمزوي کولو لپاره ددې هیواد د فشار لاندي وي او همدغه راز چې بیت المقدس یې د اسرائیل د رژیم پایتخت اعلان کړ همدارنګه یوه ورځ به کعبه هم د ال سعود د کورنۍ څخه ترلاسه کړي.

 

هندوستان
هندوستان هغه هیواد دی چې د پاکستان سره پخوانۍ دښمني لري او ددغه دښمنۍ ګټه امریکا وړي؛هندوستان د پاکستان سره په هغه نښته کې چې په کارګل کې ترسره شوه ماتي وخوړه او د هغوې دغه ماتي دې ته زمینه جوړه کړه او په  تاج هوټل او یوه بل ځای یې په ممبي په ښار کې په فوځ باندې د تروریستي حملو په ترسره کولو سره یې د پاکستان پر وړاندې غصه او نفرت زیات کړی دی او امریکا ددوې ددې دښمنۍ څخه په استفادې ورو ، ورو هندوستان ته نږدې شوي دي او دا نږديوالي ددې سبب ګرځیدلی دی چې پاکستان په دې دور راوګرځي څرنګه چې په اوس وخت کې په اسیا کې یو پیاوړی قوت دی او په دې حساب سره امریکا له هندوستان څخه ووغوښتل چې ددې هیواد سره د ترانزیټي او سوداګرۍ له مسائیلو ور هاخوا کولای شي د امنیتي ځواکونو په روزلو کې مهم رول ولوبوي،او په ټوله کې امریکا په افغانستان کې د هندوستان رول د ګټور ګڼي.
د هوایي دهلیز څخه شروع تر چابهار بندر پورې او هندوستان ته د افغان چارواکو ګڼ سفرونه او همدارنګه د دفاع د وزیر،د ناټو د منشي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر  سفرونه دا راښایي چې هندوستان د امریکا په ملاتړ پاکستان ته غاښونه تیره کوي.

امریکا
امریکا چې د ۲۱ پیړۍ له اولي لسیزي د پیل څخه  د نړۍ لوي قدرت دی ،د نړۍ د تسخیرولو لپاره یې ستراتیژې جوړه کړیده او ددغه ستراتیژو له وجې په نړۍ حکومت کوي او د هرې ستراتیژۍ په ماتیدو سره “تعقیبي” پلان لري،د سوریې په جګړه کې یې فکر وکړ چې دداعش ترهګرې ډلې په کومک به سوریه د ځان تابع کړي او ایران به وننګوي مګر د روسیې ،ایران او نورو نظامي ډلو په داخلیدو سره داعش په سوریه کې ماتي وخوړله او د امریکا لمړني پلان مات شو ،B پلان یې په لاس کې ونیوه او بیت المقدس یې د اسرائیل د رژیم د پایتخت په توګه اعلان کړ او اسلامې نړۍ یې په هغې کې مشغوله کړه ،دغه راز اسلامي نظامي ډلې یې د غزي په جګړه کې ښکیل کړي او اوس په دې کار سره ورته په افغانستان کې فضا خلاصه شوه،کوم پروګرامونه چې د جنوبي اسیا لپاره یې لري لږ،لږ به تري ورو،ورو عملي کوي.

روسیه
په دې کې چې شمال به ناامنه شي او داعش به روسیې ته ولاړ شي غلط تحلیل دی،نه روسیه د امریکا په پلان کې ده او نه شي کولای چې په یوه ترهګرې ډلې باندې یې وننګوي چې په سوریه کې یې ماتي خوړلي ده،دا کمولو په رد کې ده.برعکس د داعش پیاوړي کول د پاکستان لپاره دي او پاکستان ددې موضوع په درکولو سره روسیې او چین ته نږدې شوی دی ،مګر بدبختانه دا یوه نه ګرځیدونکي لار ده او هغه فوځ چې په اسیا کې شعله ور جوړ شوی وو د پاکستان لمن سوځوي او په دې برخه کې هیڅ یو هیواد نه شي توانیدلی چې د پاکستان سره همکاري وکړي.

پوره پایله
امریکا ددې په درک کولو سره چې په سوریه کې ماتي خوري ټرمپ یې سپینې ماڼۍ ته ویوړ او  وال سټریټي روحیه چې دوې یې لري عملي کوي یې ،د کار پوهانو په وینا د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ټول پروګرام د پاکستان اتوم نیول دي او په یوه اسلامي هیواد باندې ترې استفاده کول دي،او د جنوبي اسیا نا امنه کول یې له ټولو لویو برنامو څخه دي چې باید سرته یې ورسوي.
منځنی ختیځ یې کمزوری کړ او په اوس وخت کې د اسیا ددې برخې سره جدي کار نه لري ولې جنوبي اسیا باید نا امنه کړي ،دا نا امني به د زیاتو کالونو پورې ددوې د قدرت ضمانت وکړي،داعش،شمالي کوریا،بیت المقدس،سوریه او نور….. ټولې ددوې برنامي دي د خپلې ستراتیژۍ د ترلاسه کولو لپاره ترې کار اخلي.

 


د سیاسې چارو کارپوه ــ ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *