په جوزجان ولایت کې داعش ترهګرې ډلې د یوه ۱۱ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی دی

د جوزجان ولایت سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې داعش ترهګرې ډلې د دوشنبې په ورځ ( وری۲۷) د یوه ۱۱ کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړی دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره ورځ (۲۷ وری) ددې ولایت د درزاب ولسوالۍ په “بتو” کلي کې رامینځته شوي ده.
په عین حال کې د والي ویاند څرګنده کړه چې داعش ترهګرې ډلې د یوې صحرایي محکمې له مخې ددغه ماشوم څخه چې رحیم نومیږي د یوه سیمه ایز پولیس سره د کورنیو اړیکو د لرلو په جرم سر پرې کړی دی.
د راپورونو پر اساس د جوزجان ولایت د داعش ډلې د فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی او ددې ولایت اوسیدونکي ددوې له شتون څخه اندیښمن شوي دي او په کراتو د ترهګرو ډلو د خشونت شاهد پاتي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټول داعش ترهګره ډله په سر پریکولو پیژني او که چیرته په کوم ځای کې ددې ترهګرې ډلې په اړه خبرې وکړې سمدواره ترې سر پرې کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *