ټرمپ له سوریې تيښته کوي؛ د عربي هیوادونو فوځ به په سوریه کې د امریکایي فوځیانو ځای ونیسي

وال سټریټ ژورنال لیکلي دي چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ددې هیواد د فوځ پرځای په سوریه کې  د عربي هیوادونو د فوځونو د ځای پر ځای کیدو غوښتنه کړیده او دغه پلان د عربي هیوادونو او د ټرمپ د مشاورینو تر مینځ صورت نیولی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې وال سټریټ ژورنال د دوشنبې د ورځې په خپل راپور کې لیکلي دي د امریکا د جمهور رییس د ملې امنیت نوي مشاور جان بولوتون تازه د مصر د اطلاعاتي ادارې د سرپرست عباس کامل سره اړیکه نیولي او په دې اړه د قاهرې نظر پوښتل شوی دی.
د لیکنې په دوام وال سټریټ ژورنال لیکلي دي چې د امریکایي ځواکونو لخوا د سوریې پریښودل د ” بلک واټر” شرکت سوداګر او موسس اریک پرینس نظر راجلب کړی دی.
نوموړی هغه سړی دی چې په اماراتو او سومالیه کې یې د امنیتي ځواکونو په ایجادولو کې ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې نورو رسنیو راپور ورکړی دی چې ددوشنبې په ورځ پرینس ویلي دي چې د غیرمستقیمي لارې څخه عربي هیوادونو له هغه سره اړیکه نیولي ده چې په سوریه کې به د پاتي کیدو لپاره د اټکل له مخې نظامي ځواک جوړ کړي،مګر نوموړی همدارنګه د ټرمپ پریکړې ته په تمه دی.
ډونالډ ټرمپ د سوریې د پریښودلو پلان له مخکې څخه رانیولي وو، د ایرنا د راپور له مخې ټرمپ څه وخت مخکې په اوهایو ایالت کې یوې غونډې ته ویلي وو چې واشنګټن “ډېر ژر” د سوریې د پریښودو نیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د نظامي چارو کارپوهان باور نه لري چې د شنبې د ورځې د حملې وروسته چې د کیمیاوي برید په بهانه په دوما برید ترسره شو او د د بشارالاسد سره په جګړه کې د امریکا د ماتي پلان عملي شو. امریکا او ملګرو یې په ۲۰۱۴ کال کې د ترهګرو لپاره نظامي ائتلاف جوړ کړ چې ذ ملګرو ملتونو د چوکاټ څخه بهر وو د ائتلاف په رامنځته کیدو سره یې په سوریه برید وکړ.
همدارنګه ویل کیږي چې په سوریه کې د امریکا د شتون سره سره بیا هم ترهګر ورځ پر ورځ پیاوړي کیدل تر څو چېرد روسیې او ایران ائتلاف رامنځته شو او داعش ترهګرې ډلې ماتي وخوړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *