د هیواد د اوبو د پینځو حوزو پر مخ به د بربښنا بندونه او د اوبو رسوني سیستم جوړ شي

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د خپل مجلس په استماعیه غونډه کې وویل چې حکومت پروګرام لري چې په پینځو نورو کلونو کې د اوبو په پینځو حوزو باندې د بریښنا بندونه او د اوبو رسوني سیستمونه جوړ کړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې حکیمي وویل چې دغه بندونه به د هلمند سیند،هریرود،کابل او امو په سیندونو جوړ شي په دې منظور د کورونو د انرژۍ او بریښنا وزارت،مالیې او د تدارکاتو ملې کمیسیون  یو مشورتي شرکت رامینځته کړي دی چې ددې بندونو په اړه فني مطالعات پیل کړي.
حکیمي په دوام کې زیاته کړه چې د تدارکاتو د کار فني مطالعات به ډېر ژر پیل شي  تر څو د بندونو کار په پینځو کالو کې تکمیل شي.
په همدغه حال کې د مالیې وزیر زیاته کړه چې د ازبکیستان د اوږدې مودې په پور به د هیواد د نساجۍ فابریکې په ځانګړي ډول د ګلبهار او بست د نساجۍ فابریکې تر شپږو میاشتو پورې  ورغول شي.
د راپورونو له مخې د حکومت د اقتصادي کارونو د زیاتیدو او د افغانستان د لویو پروژو په صورت کې به وتوانیږو چې د ابوظبۍ اقتصادي ناستې ته لاره پیدا کړو.
د ابوظبۍ ناسته اقتصادي ناسته ده چې د مختلفو هیوادونو پانګه اچوونکي پکې ګډون کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *