په سوریه باندې د امریکا ناکامه برید د ټرمپ د اخلاقي رسوایي ……. د پټولو لپاره اتفاق پیدا کړ

په دوما باندې د لویدیځ له لوري ساختګي کیمیاوي حملې اتفاق ونیوه،دا خبر یواځې په اجتماعي رسنیو کې لاس په لاس شو او په سوریه باندې د برید پلان ونیول شو ، دا دقیقاً هغه وخت وو چې د امریکا د جمهور رییس ټرمپ اخلاقي فساد خپل اوج ته رسیدلی وو او د ټرمپ د وکیلانو کور FBI یو پر بل پسي څیړنه کوله.
د ټرمپ انتخاباتي جنجالونه او د خلکو د نارضایتي څپې په امریکا کې صورت نیولی وو باید په یوه ډول سره کنټرول شوی وای او په سوریې باندې برید یوه له هغه لارو څخه وه چې دیوه وخت لپاره یې عامه ذهنونه د سوریې په خبرونو مشغول کړي وو.
د انګلیستان لمړی وزیر په دې خاطر د ټرمپ سره یو لاس شو چې په Brexit سره په خبرو کې یې د خپلې پرله پسې ناکامیو وروسته یا د اروپایي اتحادیي نه د انګلیستان وتلو وروسته د سیاسي فشار لاندې واقع شو او په دې خاطر چې په دې وینا سره به سیاسي فشارونه کم شي؛ د انګلیستان لمړي وزیر د سوریې د حملې د پلان سره موافقت وکړ.
د فرانسې جمهور ریس امانوئل مکرون د زرګونو کارګرانو او کارمندانو د اعتراض په غرض ددې جمهور رییس د کاپیټالیستي اصلاحاتو په دلیل سرکونو ته راووتل او خواشینونکي اعتراضونه یې ترسره کړل او د ټرمپ د حملې د طرحې ملاتړ یې وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ددې جګړې یوه اندازه بودیجه عربستان ورکړي وه چې ایران د خپل تاثیر لاندې ونیسي مګر د عربستان ځوان ولیعهد چې د غرب په سیاست نه پوهیږي ددې جګړې د یوه ناپوه تمویل کوونکي په توګه ترې ګټه اخیستل کیږي.
د امریکا پر مشرۍ د فرانسې او انګلیستان برید د کیمیاوي حملو په غرض وو چې په ښکاره ډول ویل کیږي چې په دوما کې رامنځته شوي ده د سوریې او روسیې له خوا دغه دروغجنه ادعا رد کړای شوي ده او دقیقاً کله چې ټاکل شوي وه نړیوال هئیت دوما ته راشي دغه ظلم او تیری رامنځته شو ترڅو د لاسه وتلي ابرو او عزت یې مخکې لاړ نه شي.
په عین حال کې ټاکل شوي ده چې د نړیوالو ملتونو د سازمان د لمړنیو موندنو له مخې په راتلونکي اوونۍ کې د کیمیاوي وسلو(OPCW) څخه کار اخیستل منعه اعلان شي،امریکې،انګلیستان او فرانسې د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو په خلاف تیره شپه د سوریې د خاورې په دریو اهدافو ۱۱۰ بمونه او توغندي وغورځول.
امریکا هغه هیواد دی چې که وغواړي په هره بهانه چې امکان ولري د لاسه وتلی قدرت او ابرو لاس ته راوړي او په هره بهانه د منځني ختیځ په هیوادونو بریدونه کوي.
په عراق یې په دې بهانه برید ترسره کړ چې دا هیواد د اتومي وسلو درلودونکی دی چې د عراق د هیواد له ورانولو وروسته یې په دې هیواد کې هیڅ ډول اتومي وسله پیدا نه کړه،مګر په نړیواله ټولنه کې د قدر وړ چلند کوي هیڅ څوک نه توانیږي چې ددوې ددې ښکاره زیاتي په اړه چې ترسره کړی یې دی له هغې پوښتنه وکړې.
په افغانستان باندې یې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو په بهانه برید وکړ په داسي حال کې چې د ۱۷ کالو وروسته ترهګرې ختمه نه شوه بلکه نور قوت یې هم پیدا کړ،دا په داسې حال کې ده چې د داعش ترهګره ډله هم د څو کالو راهیسې په افغانستان کې په فعالیت بوخته ده.
په ټوله کې کولای شو چې ووایو په سورې باندې برید په جدې ډول په نړۍ کې د امریکا عزت او ابرو له مخکې هم ډیره هم له مینځه ویوړله او د ۱۱۰ پایر شویو توغندیو څخه ۷۰ یې د سوريې د دولت له لورې سقوط کړای شول او هیڅ مهم ځای یې تر هدف لاندې ونه نیوو.
امریکا،فرانسې او انګلیستان په سوریې باندې برید وکړ چې اخلاقي فساد،په خبرو کې ناکامې او د خلکو پراخه اعتراضونه د رسنیو سرخط نه شي او پر سوریه باندې برید پرته له هیڅ دلیل څخه منطقي توجیه نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *