په سلګونو عراقیان په سوریه باندې د امریکا د تیري په غبرګون کې سرکونو ته راوتلي دي

د عراق د مختلفو ښارونو اوسیدونکي د سوریې پر غربي مثلث د امریکا د توغندیز برید په غبرګون کې پراخ لاریونونو ته راووتل او د امریکا بیرغ ته یې اور ورته کړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د عراق له یوې رسنۍ څخه یې نقل کړي دي د شنبې د ورځې په ماذیګر د بغداد د مرکز  په میدان التحریر کې سلګونو عراقیانو د امریکې،انګلیستان او فرانسې توغندیز برید وغانده.
ویل کیږي چې د لاریون ګډونوالو د سوریې د خلکو سره د همدردۍ له وجې د سوریې او عراق بیرغونه هم له ځان سره لیږدول او د امریکا او د هغې د ملګرو پر ضد یې داسي شعارونه ورکول” د سوریې د له مینځه وړلو لاس واخلئ”.
ددې وینا له مخې دغه اعتراضات د سختو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوي وو او  فوځي ځواکونو د تحریر میدان ته غځیدلي لارې تړلي وي.
په عین حال کې د فرانسې خبرې اژانس دې اعتراضونو ته په پوښښ ورکولو سره وویل چې د زرو تنو څخه زیات عراقیان د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د عراق په مختلیفو ښارونو کې سرکونو ته راوتلي وو او په سوریه باندې یې د غربیانو متجاوزې حملې وغندلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په سوریه باندې د امریکا او د هغه د همسنګرو  توغندیز بریدونو د ملګرو ملتونو او نورو هیوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *