ترکیه:په افغانستان کې سوداګرې له سره رانیسو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق او ترکیي په ګډه ناسته کې چې یکشنبه(۲۶ وری) په کابل کې ترسره شوه د ترکیې د سوداګرۍ وزارت معین وویل چې ترکیه د افغان سوداګرو لپاره په دې هیواد کې د سوداګرۍ دهلیز جوړوي او ددې هیواد سوداګر په افغانستان کې پانګوونې ته چمتو دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ترکیې د اقتصاد د وزارت معین په دغه ګډه ناسته کې وویل چې ددې هیواد ددولتي مقاماتو یې غوښتي دي چې د افغانستان په سوداګرو باندې په ګمرکي تعرفو کې کموالی راولي او د افغاني سوداګرو لپارو یو سوداګریز مرکز رامنځته کړي چې هغوې خپل شیان اروپایي هیوادونو ته ولیږي.
د ترکیې د اقتصاد وزارت معین څرګنده کړه چې ددې هیواد سوداګر د معدنونو  استخراج ،روغتیا،انرژۍ او زراعت برخه کې پانګوني ته چمتو دي.
په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او تجارت خوني د هیات رییس څرګنده کړه چې په تیرو کلونو کې د افغانستان او ترکیي ترمینځ د مالونو تجارت ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدل اما اوس مهال ۱۲۰ میلیونو ته راټیټ شوي دي.
په همدغه حال کې د ترکیې د اقتصاد د وزارت معین وویل چې ددې هیواد سودا ګر اماده دي چې د افغانستان د انرژۍ،روغتیا،کرنې او د معادنونو په استخراج کې پانګونه وکړې او دغه راز حاضر دي چې خپلې تجربې د افغان سوداګرو سره شریکې کړي او خام مواد افغانستان ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه په دې وروستیو دوه لسیزو کې د افغانستان ښه اقتصادي ملګري وه او د بیا رغاوني په برخه کې یې لويې پانګوني کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *