په افغانستان کې د جګړې نوی فصل تغیر خوړلی دی؛ افغانستان د نه غوښتونکي جګړې په لورې…

افغانستان هغه هیواد دی چې د څو لسیزو راهیسې پکې جګړه روانه ده دغه جګړه د افغانستان پر خلکو د لویو قدرتونو لخوا تحمیل شوي ده؛د پخواني شوروې د سره فوځ د یرغل څخه تر طالبانو او القاعدې پورې او د امریکا د راتګ څخه تر داعش د پیدا کیدو پورې دا ټوله یوه تپل شوي جګړه ده چې د افغانستان ولس یې قرباني ورکوي.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې تازه فصل د امریکا د متحده ایالاتو د نوې تګلارې په سبب تغییر شو او دغه نوی فصل ددې هیواد د زرو تازه دمه سرتیرو په راتګ سره پیل شو؛ د داعش تروریستي ډلې شتون،په پاکستان فشار راوستل او ایران او روسیه د طالبانو د تروریستي ډلې په ملاتړ تورنول دا ټول هغه پروګرامونه دي چې په افغانستان کې د جګړې د نوې فصل د پیل په سبب په لاره اچول شوي دي او بدبختانه بیا یې هم د افغانستان خلک قربانیان دي.
امریکا د افغانستان د ساتلو لپاره چمتو ده چې هر څه سرته ورسوي ځکه چې افغانستان یوازینی هیواد دی چې دوې پکې خپل سیاستونه پلې کولای شي؛څرنګه چې حکومت د امریکا د موافقې پر اساس جوړ شوی دی باید دا حکومت د امریکا د سیاستونو مخالف نه وي.
امریکا د زرو تنو سرتیرو په رالیږلو سره په ښکاره ډول د افغانستان جګړه نا مکمله اعلان کړه او همدارنګه یې وښودله چې هیڅ یو هیواد نه شي توانیدلی په افغانستان کې د امریکا خلاف کړنې ترسره کړي؛ ولې چې روسیه نیت لري چې په یوه ډول افغانستان ته را داخله شي او دا خوښوي چې لکه څنګه چې شوروي له افغانستانه ویستل شوی دی امریکا هم باید له دغه هیواد ووځي.
دا نا اعلان شوي جګړه له هغه مودې راهیسې پیل شوي ده چې امریکې په سوریه کې ماتي وخوړه،ولې چې په سوریه کې ایران او روسیې یو بل ته لاسونه ورکړل او د منځني ختیځ د منظم کولو پروژه یې ناکامه کړه دغه ماتي ددې سبب شوه چې ټرمپ د هماغه وال اسټریټي روحیې سره چې دې یې لري میدان ته راشي او د اوسنۍ وضعي د ساتلو او د هغې د تغییر لپاره کار وکړي.
د شمالې کوریا سره مذاکرات،پر جام باندې د ګواښونو ختمول،قدس د اسرائیل د پایتخت په توګه اعلانول او د یو استخباراتي نهاد یو لوړپوړی کارکوونکی د دیپلوماسۍ یوه نهاد ته راوستل دا ټول د جګړې ښودونکي دي او دغه جګړه ټوکې نه دي او په هر ځای کې چې امریکا ده ټرمپ غواړي چې خپل قدرت وساتي او دغه واک ته زیاتوالی ورکړي.
په غالب ګومان په افغانستان کې جګړه سخته شوي ده او د طالبانو سره سوله هم یو له هغه برنامو څخه ده چې د کارپوهانو په وینا یوه ډله طالبان له سولې سره نښلوي او بله ډله چې د امریکا د ګټو خلاف هیوادونه یې ملاتړ کوي له منځه وړي چې نسبي سولې ته زمینه برابره شي همدارنګه میدان دداعش ډلې د هوکړو لپاره خلاص شي البته د ضرورت پر وخت؛ ولې چې امریکا د جګړې کولو څخه ستړې شوي ده.
دې طرف ته چین هم د امریکا پر وړاندې جنډه پورته کړي ده او نیت لري په سوداګرۍ کې امریکا ته ماتي ورکړي افغانستان د چین د نظر لاندې نیولو او د قدرت د ننداره کولو غوره ځای دی او که چیرته په سم ډول د افغانستان نقشې ته وګورو د څلورو لورو څخه د امریکا د ګټو خلاف هیوادونو کې راګیر شوی دی او دغه هیواد له افغانستان څخه غواړي چې دغه ټول هیوادونه د خپل نظر لاندې ونیسي او اړتیا په صورت کې به هر یو ددې هیوادونو سره حساب ترسره کړي.
مګر کارپوهان په دې نظر دې چې د امریکا د واک لرلو وخت پوره شوی دی او باید د نړۍ په قدرت وویشل شي او څو هیوادونه باید دغه قدرت له ځان سره ولري ولې معلومیږي چې امریکا دغه حقیقت نه دی منلی او دا ښه ګڼي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه وکړي که چیرته واک هم وویشل شي ډېر سهم به تر لاسه کړي.
د جان نیکلسن له لوري په کابل کې د ځان وژونکو بریدونو د زیاتوالي اعلان او افغانستان ته د ډېرو سرتیرو لیږل،د سولې د پروسې پر مخ تمرکز او د څو نور پروګرامونه په دي هیواد کې د امریکا د پراخ شتون لپاره دي.
جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ( کب۲۳) خبریالانو ته وویل وروستیو بریدونو لویه امنیتي خلا رامنځته کړیده. کابل استراتیژیک تاثیرات لري او زمونږ له زیات ګټور ماموریت څخه برخمن دی.

 

ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *