د تلې پر ۲۸ ټاکنې ترسره کیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي دي د انتخاباتو د ترسره کولو په نوي نیټه یعني د تلې د میاشتي په ۲۸مه کې تغییر ناممکن دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وویل د انتخاباتو د ترسره کولو اعلان،د انتخاباتو د ترسره کولو نیټه،د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د نوماندانو د نوم ثبتولو نيټه ټاکل او خلکو ته د هغوې د اسنادو په اړه تفصیلي مالوماتو نیټه به معلومه شي.
همدارنګه ددې کمیسیون چارواکو ویلي دي چې د روان کال د ترسره کیدونکو ټاکنو په نیټه کې هیڅ ډول بدلون او ځنډ امکان نه لري.
په همدغه حال کې اروپایي ټولنې ویلي دي چې په دې ټاکنو به ۱۵ میلیونه ایرو لګښت ترسره شي او په دې اړه د اروپایي ټولنې سفیر پیرې مایدون کابل ته ټینګار کړی دی چې د ملې شورا او ولایتي شوراګانو ټاکنې دې باید په ۲۰۱۸ کې ترسره شي.ددې نه علاوه د ټاکنو په اړه بل پلان نشته،همدا اوس یې د ټاکنو کمیسیون په ترسره کولو قادر دی په هغه صورت کې چې هغوې سخت کار سرته ورسوي،که چیرته ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي حالات به بیخې نازک لوري ته لاړ شي.
دا په داسي حال کې ده چې ډېرې سیاسیون په مختلفو غونډو کې د ټاکنو د کمیسیون د کارونو څخه شکایت لري او هغوې په دې تورنوي چې د ځینو لوریو لپاره کار کوې او خپلواکې یې تر پوښتني لاندې راولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *