پوتین د ۲۰۲۴ کال پورې د روسیې ولسمشر وټاکل شو

د روسیې د انتخاباتو د ۹۹ سلنه رایو شمیرل کیدل د قید او شرط پرته د پوتین د بریا خبر ورکوي،
ولادیمیر پوتین د شمارل شویو رایو څخه د ۷۷،۶ سلنه رایو په لاسته راوړلو سره د شپږم ځل لپاره د روسیې د جمهوري ریاست په چوکۍ تکیه ولګوله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د روسیې د ټاکنو کمیسیون ۹۹ سلنه شمیرل شویو رایو د جملې څخه پوتین په دې توانیدلی د رایې ورکونکو ۷۶،۷۵ سلنه رایه لاسته راوړي.
دغه کمیسیون همدارنګه د روسیې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ۶۷ سلنه خلکو ګډون اعلان کړ.
د روسیي د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی دی چې په ټاکنو کې ۵۵ میلیونه کسانو پوتین ته رایه ورکړي ده او همدارنګه ویل کیږي چې پوتین چې اوس کومې رایي لاسته راوړي دي د شوروي اتحاد دجمهوریتونو د نتایجو وروسته بهترینه نتیجه ده چې د جمهوري ریاست یو نوماند یې لاسته راوړي.
پوتین په ۲۰۰۰ کال کې ۵۳ سلنه رایي،څلور کاله وروسته په ۲۰۰۴ کې ۷۱ سلنه رایي او په ۲۰۱۲ کال کې همدارنګه ۶۳ سلنه رایي لاسته راوړې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *