په کندز ولایت کې شپږ تنه د جنسي ځوروني او په کوڅو کې د خلکو د ځوروني په تور ونیول شول

د کندز ولایت امنیتي مقامات ددې ولایت په مربوطاتو کې د شپږو تنو د نیولو خبر ورکوي چې د یوه ماشوم د جنسي تیري او په کوڅو کې د خلکو په ځورونه تورن شوي وو.
د کندز د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پولیسو قومندان وایي،تیره ورځ ( کب۲۶) د کندز ښار په مربوطاتو کې شپږ تنه نیولي دي چې دوه تنه یې په یوه کم عمره ماشوم باندې په جنسي تیري باندې تورن وو او څلور تنه نور په کوڅو کې خلکو ته د اذیت ورکولو په تور نیول شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د کندز اوسیدونکي د غیر مسؤله وسله والو د زیاتیدو او ددې کسانو لخوا د خلکو د ازار او ځوروني اندیښمن کړي. دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *