په ډنمارک کې د ترکیي سفارت د ” کوکتل مولوتوف”په وسیله د حملې شوی دی

نن د دوشنبې( کب ۲۸) په سهار په ډنمارک کې د ترکیي سفارت د بنزیني بمونو یا ” کوکتل مولوتوف” په وسیله د برید لاندې نیول شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د خبر له مخې چې د ترکیي رسنیو څخه یې نقل کړی دی ،د ډنمارک پولیسو ویلي دي چې د ددوشنبې په سهار لږ تر لږه دوه کسانو د کوکتل مولوتوف په غورځولو سره په کوپنهاګن کې د ترکیي په سفارت حمله ترسره کړیده.
د برید په سلسله کې،د ترکیي د سفارت د ودانۍ بهرنۍ برخو ته زیان رسیدلی دی ،همدارنګه ویل کیږي چې دغه پیښه ځاني تلفات نه لري.
د حملې پر وخت په ودانۍ کې څوک نه وو د اوضاع د کنټرول په خاطر پولیس په سیمه کې شتون لري؛ تر اوسه پورې څوک د حملې په تړاو نه دي نیول شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *