په بدخشان ولایت کې د یو ښځې سر پرې کړی شو
د بدخشان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي،ددې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو لخوا د یوې وادې شوي ښځې سر پرې کړ شوی دی.
د بدخشان د والی ویاند ثناء الله روحاني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،د دولت وسلوالو مخالفینو د یکشنبي په شپه( کب۲۷) د بهارک ولسوالۍ په ” خوشدریو” کلې کې د حسینه په نوم د یوې واده کړې ښځې سر پرې کړی دی.
هغه وایي،تر اوسه د وسلوالو مخالفینو ددغه کار علت روښانه شوی نه دی؛مګر د سیمې د اوسیدونکو په وینا د اخلاقي فساد موضوع یې په مینځ کې وه.
حسینه لمړنۍ قرباني نه ده بلکه له دې وړاندې د افغانستان په شمال او شمال شرق کې زیاتي ښځې او انجوني د کورنو څخه په تیښتې،د زور واده ته غاړه نه ايښودلو،اخلاقي فساد او کورنیو شخړو په واسطه وژل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې تیر کال هم د دولت وسلوالو مخالفینو ددې ولایت په یمګان ولسوالۍ کې یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور سنګسار کړي وه.
محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال