ننګرهار کې چاودنې ۳ کسان وژلې او ۸ نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه ماسپښين يوه بجه او پنځلس دقيقې په موټر سايکل کې د ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې ۳ ملکي وګړی وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
داپه داسې حال کې ده چې په جلال اباد ښار کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په مشرې لویه ولسي غونډه جریان لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *