په مسکو کې د راي ورکوني بهیر پیل شو

نن ورځ یکشنبه د روسیې په محلي وخت سهار اته بجې د روسیي د ټاکنو د کمیسیون رئیس الا پامفیلووا په لارښونه په مسکو کې ټاکنې پیل شوي دا په داسي حال کې ده چې د روسیي په ختیځو ټکو کې د رای ورکوني بهیر د شنبې په ورځ ۱۰ بجو پیل شوی وو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور په اساس په مجموعي ډول ۹۴ زره روسان به په ۵۰۰ ټاکنیزو حوزو کې راي اچونه ترسره کړي او همدارنګه د نړۍ په ۱۴۵ هیوادونو کې به په ۳۶۹ انتخاباتي حوزو کې د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.
ولادیمیر پوتین ازاد نوماند،د روسیي د خلکو د اتحادیي د ګوند څخه سرګي بابورین،د کمونیست ګوند څخه پاول ګرودینین، د لیبرال دیموکراتیک د ګوند څخه ولادیمیر ژیرینفسکي،د مدني نوښتونو د ګوند څخه کسنیا سابچاک،د روسیي د کمونیستو ګوندونو څخه ماکسیم سورایکن ،د پرمختګ د ګوند څخه بوریس تیتوف او د یابلوکا د ګوند څخه ګریګوري یاولینسکی د روسیي ددې دورې په ټاکنو کې نوماندان دي او یو د بل سره رقابت لري.
دا په داسي حال کې ده چې ویل کیږي ملادیمیر پوتین د نورو نامزادانو په نسبت د ډېر محبوبیت څخه برخمن دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *