د وسله والو طالبانو ځای پر ځآی شوي ماین چاودنه کې ۳ ملکي وګړي ټپیان شول

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: دننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په پچیرۍ سیمه کې نن سهار شاوخوا اووه بجې د ملکي وګړو پر یو هینو موټر د وسله والو طالبانو له لورې د سړک غاړې ځآی پر ځای شوي ماین چاودنه کړې،چې په ترڅ کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې د یادې پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی،خو هنیو ډوله موټر ته یې زیان اوښتی دی .
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *