د نوروز جشن؛ د تمدونونو تر مینځ جګړه

د کال د پیل ورځو ته نوروز ویل کیږي چې د معمول له مخې غالباً په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې پرې جشن نیول کیږي،او د طبیعت د ساتنې د یو کال څخه بل کال ته تګ خلک د لویو غونډو او ځینې دودونو او عنعنو په ډول چې تاریخي تمدن لري ددغه ورځو لپاره جشن نیسي.

افغانستان د هغه هیوادونو له جملې څخه دی چې لږ تر لږه درې تمدنونه او درې تاریخي دورې یې تیري کړي دي او کیدای شي دغه درې تمدنونه  د یو درې کنجه مثلث په ډول تعبیر شي،چې ددې درې کُنجونو یوه ارزښت لرونکي ضلعه یې زمونږ تیر تاریخ او پخواني تمدن لکه ” خراسان” او ” اریانا” ده،ددې مثلث بله ضلعه زمونږ اسلامي تمدن تشکیلوي او دریمه ضلعه یې د معاصر تمدن سره اړیکه لري چې په غربي تمدن سره یې شهرت موندلی دی.

نوروز د یوه کلتور په توګه قبول شوی دی او یو د ددې تمدنونو څخه د” اویستا وویدی” چې د ” اریانا” او ” خراسان” د تمدن مربوط دي د احترام او ارزښت وړ دی.د اوستا وویدي تمدن په افغانستان کې ددې هیواد د تاریخ یوه لویه برخه جوړوي،او په دې هیواد کې ددې تمدن حاکمیت د اسلام څخه مخکې نیټې ته رسیږي،زمونږ تاریخي هویت د ویدی او وستایي مدنیت ته ګرځي.

دغه دوه لوې مدنیتونه په مختلفو سلسلو تقسیمیږي.په دغه څلورو سلسلو باندې تکیه کول د پیشدادیانو،کیاني اسپه او د پهلوانانو رواجونو سلسلې ته ورګرځي.د ویدې دوره د رمو څرولو او کوچیاني دوره وه ،د دغه دوري پرمختګ مواشي او اهلي حیوانات وو،ددوې پولې واحد چې ددغه حیواناتو سره به بدلول کیده (pasu) نومول شوی وو چې د غوا په معنی وو یعني د پیسو همدا نننی نوم چې نن ورځ یې مونږ په افغانستان کې ترې کار اخلو د هماغه پاسو څخه اخیستل شوی دی.زمونږ د تاریخ په بل نوم کې دویم تمدن چې یوه روښانه دوره بلل کیږي د اوستا تمدن دی،ددې تمدن پخواني والی (۱۲۰۰ق.م)  ته رسیږي.په دغه دوره کې اریایي” اریانا” نژاد د کوچیتوب د ژوند څخه په یوه ځای پاتي کیدونکي ژوند ته واوښت،د ژوند د یوځای تیرولو د حالاتو په بدلیدو سره او د “یما” د کوچیانه ژوند څخه په اوښتو سره د پیشدادیانو په سلسله کې د نوروز جشن په بلخ کې رامنځته کړ.

دا جشن د هغه تمدن د یوې ضلعې شکل ورکوي چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

کله چې د اسلام دین په دې جغرافیه باندې رڼا وځلوله او په لنډه موده کې ددې خاورې ټوله برخه په الهي دین”اسلام” مشرف شوه،ځیني دودونه او عنعنات چې د ډیرو لخوا مجوسي بلل کیدل ورک شول او ځای یې تازه اسلامي ارزښتونو او کلتور ونیوو،دا هغه ځای دی چې نوروز او د هغې جشن د دیني معتقیدنو لخوا د اسلام د راتګ څخه د مخکنیو خلکو فرهنګ حرام وبلل شو او ګناه وشمیرل شوه،تر دې چې دا منل چې د اسلام له نظره دا جشن حرام دی که حلال موافقین او مخالغین لري.هغه کسان چې دعوه لري دا جشن حرام دی لاندې ایاتونه او احادیث د دلیل په توګه راوړي:

د قران څخه دلیل:«وَالَذینَ لاَ یَشهَدنَ والّزُورَ واِذَا مَرِّوا بِااللَغوِ مَرّوُا کِراَماً»

ژباړه: د الله خاص بنده ګان هغه کسان دي چې په باطلو مجلسونو کې نه حاضریږي،کله چې بې ځایه او عبث مجلس لکه؛ قمار،شراب،غنا او سندرې ویل داسي نور د جاهلیت مجلسونو سره مخ شي په عزت او شرافت سره ترې تیریږي.

ددې ایت په تغسیر کې د مفسر نظر: ددې ایت په تفسیر کې د مفسرینو د رئیس ابن عباس رض څخه روایت شوي دي چې د باطل نه په دې ایت کې د کفارو او مشریکانو اخترونه او جشنونه مراد دي.

«وَالَذینَ لاَ یَشهَدنَ والّزُورَ واِذَا مَرِّوا بِااللَغوِ مَرّوُا کِراَماً»

دلیل از حدیث: «قالَ رسول الله ص خالِفواَلمَجُوس وَاَلُمُشرکینالحدیث«

ژباړه: رسول الله ص فرمایلي دي؛د مجوسیانو او مشرکانو مخالفت وکړئ.

او د انس بن مالک رض څخه نقل شوي دي کله چې پیغمبر ص مدینې ته تشریف راوړ د نوروز جشن چې عربانو د ایرانیانو په تقلید لمانځه منعه یې وفرمایله،په دغه زمانه کې د مدیني د اوسیدونکو دوه ورځې لرلي، چې ” نوروز او مهرګان” نومیدې او په هرو دوه ورځو کې په لوبو او خوشالیو نمانځل کیدې چې پیغمبر ص وفرمائیل؛ دا دوه ورځې د څه شي دي؟د پیغمبر ص په ځواب کې وویل شول مونږ به د جاهلیت په زمانه کې دا دوه ورځې نمانځلې ،رسول الله ص وفرمائیل: الله ج ددې پرځای تاسي ته دوه نورې ورځې درکړي دي چې د دنیا او اخرت خیر او نیکې په دغه دواړو ورځو کې موجوده ده او دغه دوه ورځې د د قربانۍ اخطر او کوچنی اختر دی ( د حدیث ژباړه،راوه ابو داوود)

مګر د امریکا غږ په راپور کې د یو اسلامي څیړونکي لخوا دهمدغه حدیث په اړه داسي نقل کړای شوي دي؛د امریکا د کاتولیک پوهنتون د اسلامي مسائیلو څیړونکی ډاکټر سید حسن اخلاق، استدلال کوي چې دغه حدیث کې ( فاقد صیغه د امر ده یا د نهي ده) او په دې کې هیڅ ډول اشاره د نوروز حرمت ته نه ده شوي.

اخلاق ویلي دي چې “په دې حدیث کې چې پیغمبر ص څه ویلي دي هغه دا دي چې تاسي ته د نوروز څخه ښایسته ورځې درکړل شوي دي مګر هیڅ یو مسلمان دا دعوه

نه کوي چې لوي اختر او کوچنی اختر د نوروز څخه بهتر دي.مګر غوره والی په دې دلیل نه دی چې د مسائیلو عادي حالات نالیدلي وبلل شی او یا یې رد کړې.”

د اسلامې علماوو دلائیل:

مظهر عراقي:پورتنی حدیث په دې دلیل دی چې ” نوروز او مهرجان” او ددې نه علاوه د کفارو دپاره دي نهي ترې راغلي ده او ممنوع دي.

ابو حفص کبیر:څوک چې د نوروز په ورځ یوه بل کس ته د نوروز ورځې د عزت په خاطر یوه هګۍ ډالۍ کړې کفري عمل یې ترسره کړ او ټول نیک اعمال به یې باطل وګرځي.

قاضي ابوالمحاسن الحسن بن منصور حنفي: څوک چې په دې ورځ یو شی واخلي او یا یو شی چاته ډالۍ کړي په داسي حال کې چې ددې ورځې څخه مخکې یې چاته ډالۍ نه وي کړي،لکه څرنګه چې د کفارو عزت کوي د کفر عمل یې سرته رسولی دی،او که چیرته یې ترې هدف ددې ورځې تعظیم نه وي او د مخکینې عادت په شان پاک وي او ډالۍ ورکول یې د مینې او دوستې غوښتنه وي بیا کفر نه دی مګر مکروه عمل دی.

په غربي تمدن او ماډرن زمانه کې ،د انسانانو د ژوند ټول اړخونه د نړیوال کیدو په مقصد قرار لري،بل بحث” د نوروز نړیوال کید ل” د کلتور د یوي برخې په ډول مطرح دی،له هغه ځایه چې په سیاسي،فرهنګي او اقتصادي برخو کې نړیوال کیدلو په اړه له مخکې څخه کار شوی دی او د نړیوالو هیوادونو د مسائیلو دریمه برخه چې افغانستان یې لري نړیوال کیږي او د نورو د کلتور او عنعناتو سره ګډیږي ،نور د نوروز د جشن سره هم د دیني روحانیونو لخوا کوچني کوچني مخالفتونه پراخیږي او د دې خاوري په ډیره برخه کې دې مخالفتونود مخکي نه پراختیا موندلي ده.

او د نوروز د لمانځلو پر سر په جګړو کې پاتي شوي دي چې د تمدنونو په مینځ کې تیر شوي دي او اوس هم د حرام او حلال په پوله د موافقینو او مخالفینو لخوا قرار لري،

او بله شخړه چې دعوه کیږي ،زمونږ د تاریخي هویت له مینځه وړل دي،هغه هویت چې تر اوسه جوړ شوی نه دی او د اختلافاتو او تشنج ټکی دولت ته په رسیدو سره ملت ویلي دی.

شفیق الله احدي، لیکوال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *