د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو له لورې د داعش ډلې ۱۲ جنګیالي وژل شوي دي

د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي دداعش ډلې دغه ۱۲ جنګیالي تیره شپه د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،تیره شپه( کب۲۶) وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت د درزاب او د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالیو په مینځ کې د داعش وسلوالې ډلې جنګیالیو ته کمین نیولی وو چې په پایله کې دداعش ۱۲ جنګیالي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیال شوي دي.
غفوري وویل،وسله والو طالبانو ته د اوښتي زیان په اړه تر اوسه جزیات په لاس کې نشته.
په ۱۳۹۶کال کې دا څومه جګړه ده چې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمینځ په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې صورت نیسي چې په نتیجه کې یې دواړو لوریو ته تلفات رسیدلي دي.
وسله وال طالبان داعش تکفیري ډله بولي او وایي دوې په دې لټه کې دي چې د مسلمانانو تر مینځ بې اتفاقي رامنیځته کړي؛مګر د فاریاب ولایت چارواکو ددغه دوه ډلو د نښتو وړاندې دغه سیمې د هغوې د قدرت او تصرف لاندې بللي وي.
داعش ډلې او وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *