په جوزجان ولایت کې د بې وزلې له وجې د یوې ځوانې انجلۍ ځان وژنه

د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي ،ددې ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې ښځې ځان وژنه ترسره کړیده.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري خاور میانه خبري اژانس ته وویل تیره شپه ( کب۲۲) یو ۱۸ کلنه ښځه چې امینواره هم وه د قرقین ولسوالۍ په خان تپه کلې کې د زندۍ په واسطه ځان وژنه کړیده.
غفوري زیاته کړه یو کال وړاندې ددې ښځې خاوند د واده د ترسره کولو لپاره د خلکو څخه پیسې په پور اخیستي وي او تر اوسه نه وو توانیدلی چې قرضونه خلاص کړي ، د قرضداران ډیر تګ راتګ ددې ښځې په روحیه ناوړه اغیزه وکړه او بلاخره ځان وژنه یې وکړه.
د افغانستان په شمال کې د ښځو د حقوقو فعالان په کورنیو کې ناخوښه دودونه او په ودونو کې زیات لګښت د ښځو د ځان وژنې او له کورونو څخه د هغوې د تیښتې اصلي لاملونه ګڼي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *