د داعش ترهګرې ډلې یو قومندان د کشمیر په ایالت کې ووژل شو

د داعش ترهګرې ډلې یو قومندان ابو یحیی د دوشنبې په ورځ په کشمیر کې د هندوستان د فوځ لخوا ووژل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ” اینډیا ټایمز” ورځپاڼې څخه یې نقل کړي دي هغه مطالب چې ددې ترهګرې ډلې له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي پکې لیکل شوي دي:ابو یحی چې د داعش پورې تړلې یوې ډلې قومنده په غاړه لري د دوشنبې په ورځ د جمو او کشمیر ایالات په جنوب کې د هند فو ځ سره په یوه وسله واله نښته کې ددوه تنو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
ابو یحیی او دوه تنه نور د تیرو شپږو میاشتو راپدیخوا د هند امنیتي ځواکونو لخوا د مهمو افرادو په لیست کې د تعقیب لاندې وو.
دغه درېو تنو له دې وړاندې د نورو ډلو لکه تحریک المجاهدین او حزب مجاهدین ډلو سره په کشمیر کې مرسته کوله مګر تیر کال یې دداعش ډلې د کشمیر څانګې سره بیعت وکړ.
دوې د یوې کوچنۍ خو د مهمو ترهګرو څخه جوړه شوي ډله وه چې په پټ ډول دداعش ډلې جنګیالي جذب کړي.
د داعش ترهګرې ډلې د ټلګرام په یوه نشر شوي مطلب کې ویلي دي چې ددوې نومیالیو جنګیالیو د” هند د فوځ مشرکانو” او د کشمیر مشرکو پولیسو سره په جګړه کې خپل ځان له لاسه ورکړی دی.
امنیتي سازمانونو له دې وړاندې خبردارې ورکړی وو چې داعش ترهګرې ډول په هند کې په ځانګړي ډول د جمو او کشمیر په ایالات کې د خپل پراخه نفوذ لپاره هڅې پیل کړې دي.
هغوې وایي داعش د نورو ترهګرو ډلو په څیر لکه ‘ لشکرطیبه’،’جیش محمد’ او د کشمیر جدایي غوښتونکي ډلو څخه یوه یې په کشمیر کې د خپل نفوذ مانع اعلان کړی وه.
د داعش ډلې جنګیالي ادعا کوي چې کشمیر ددې ډلې پورې اړه لري او دا ډله به دغه ایالت فتحه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *