چین: د امریکا سره سوداګریزې جګړې په نړۍ کې ستونزې جوړي کړي دي

د چین د تجارت وزیر د امریکا لخوا په فولادو او المونیمو د ګمرکي تعرفو د زیاتیدو په اړه ددغه هیواد مخالفت ته په اشارې وویل:د امریکا د سوداګرۍ جنګ د نړۍ د اقتصادي بحران سبب ګرځي او نړیوال پرمختګ ټکنی کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یوه طرحه تصویب کړه چې په هغې کې ۲۵ سلنه تعرفه په فولادو او ۱۰ سلنه تعرفه په المونیمو وضعه شوي ده دغه تعارفي به د مارچ له ۲۳ د اجرا وړ ده.
ټرمپ ټینګار کوي چې د چین له لوري ددې فلزاتو ډېر تولید ددې سبب شوی دی چې په نړیوال بازار کې ددې فلزاتو بیې ښکته شي او بله دا ده چې دغه مالیي د ملې امنیت لپاره ضروري ده.
له هغې وروسته چې د امریکا متحدانو په دې هیواد فشارونه راوړل واشنګټن د هغې لارې په لټه کې دی چې د هغې له لارې دغه تعارفي کمې کړي.
له دې مخکې مکزیک او کاناډا له دې ماليي څخه معاف شوي وو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ددې امکان شته دی چې اسټرالیا ته د امریکا لخوا د فولادو او المونیمو په وارداتو کې درنې تعرفې وضعه نه شي.
جنوبي کوریا او اروپایي اتحادیي هم په دغه دوه هیوادونو باندې د تعرفو د بخښولو غوښتنه کړبده.
د چین د سوداګرۍ وزیر ‘ژانګ شان’ د یکشنبې په ورځ په دریمه عمومي غونډه کې د چین د خلکو د نماینده ګانو د مجلس د لمړۍ ناستې په دیارلسم دور کې زیاته کړه: چین د سوداګرۍ جګړه نه غواړي او نه غواړي چې دغه کار پیل کړي.
هغه وویل: د سوداګرۍ په جګړه کې هیڅ یو ګټونکي موجود نه وي او دا یواځې د چین،متحده ایالاتو او نړۍ لپاره ستونزي مینځته راوړي.
د چین د سوداګرۍ وزیر زیاته کړه: په اوس وخت کې چین کولای شي چې هر ډول ستونزي حل کړي او په قاطع ډول د خپلو ګټو ساتنه وکړي.
هغه همدارنګه اعلان کړه چې دا هیواد به د غیرمنطقي سرمایه ګذارۍ په برخه کې بندیزونو ته د هیواد څخه بهر هم ادامه ورکړي.
له دې وړاندې د چین د فولادو عمده تولیدونکو د خپل دولت څخه غوښتي وو چې په یو غوڅ اقدام کې د امریکا څخه د وارداتي محصولاتو لکه د زنګ ضد فولاد،د ډبرو سکاره،او د الکترونیکي تولیداتو د راوړلو په مالیو کې زیاتوالی راولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *