وسله والو طالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په نبي خیلو سیمه کې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د وسله والو طالبانو په برید کې د دوو میرمنو او درې ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي و وژل شول او ۲ نور ټپیان شول .
خوګیاڼی زیاتوي یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې،کله چې د یوې کورنۍ غړي د سراچه ډوله موټر په وسیله پخپل کلي کې نږدې سیمې ته د فاتحې ترسره کولو په موخه روان وو،چې د وسله والو طالبانو له لورې یې پر موټر د راکټ ډز شوی او په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته .
د دې پېښې د یو تن ټپي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .

ننګرهار والي پر ټولو ولسونو غږ وکړ،ترڅو د دې ډول ناوړه پېښو څخه د مخنیوي په موخه پخپلو کې یوالی رامنځته او خپلې سیمې د امنیتی ځواکونو په مرسته د تروریستي ډلو څخه پاکې کړو .
د دې پیښې په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *