د فراه ولایت د اناردرې ولسوالي د طالبانو له لوري سقوط وکړ

تیره شپه ( کب۲۰) د فراه ولایت د انار درې ستراتیژیکه ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د فراه د والي ویاند ناصر مهري ویلي دي چې د انار درې ولسوالي سقوط شوي ده مګر د جزئیاتو له ورکولو څخه یې ډډه وکړه.
دا په داسي حال کې ده چې د سیمي اوسیدونکو چې د خاور میانه خبرې اژانس سره تماسونه نیولي دي د یو شمېر دولتي او غیر دولتي تعمیرونو د ځینو برخو د سوځیدو خبر ورکوي او همدارنګه وایي چې ددغه سیمې څخه خلک د تیښتې په حال کې دي.
همدارنګه کوم انځورونه چې په رسنیو کې خپاره شوي دي پکې ښودل کیږي چې طالبان د دولتي تجهیزاتو څخه په کار اخیستلو سره د انار درې ولسوالۍ په تعمیر کې ځای پر ځای شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *